لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان پوځ وايي، تښتول شوی پوځي افسر او خپلوان یې په حفاظت سره کور ته بيرته راغلي


د پاکستان پوځ ويلي، قبايلي مشرانو او ځايي مخورو خلکو د پوځي افسر لفټنټ کرنل خالد امير او د هغه د نورو خپلوانو په راخوشي کولو کې کردار ادا کړی، پوځي افسر او خپلوان یې بې د کوم شرطه په خوندي ډول کور ته ستانه شوي دي.

د پاکستان پوځي افسر، وروڼه او وراره یې څلور ورځې وړاندې د ډېره اسماعيل خان څخه د وسلې په زور تښتول شوي وو.

پوځ د تښتول شوي پوځي افسر او د خپلوانو په اړه یې نور تفصيل نه دی ورکړی چې هغوی د چا د ولکې څخه او د کوم ځای څخه راخوشي کړل شوي دي.

د مطبوعاتي رپورټونه پوځي افسر او خپلوان یې د تحريک طالبان پاکستان وسله والو تښتولي وو، او پرون په ټولنيزو رسنيو ځینې دعوې شوې چې د پوځي افسر او خپلوان د خوشي کولو په بدل کې ټي ټي پي د ځينو کسانو د خوشي کولو غوښتنه کړې وه.

خو په پوځي بيان کې په دغه اړه هيڅ نه دي ويل شوي.

د خېبرپښتونخوا سي ټي ډي د اګست په 28مه ویلي وو، د ډېره اسماعيل خان ضلعې څخه د پاکستان د پوځ یو لوړپوړی افسر لفټننټ کرنل خالد خان، د کنټونمنټ بورډ افسر آصف خان ، د نادرا افسر فهد امیر، او د هغوی وراره ابرار تښتول شوي وو.

‎د سي ټي ډي په رپورټ کې ویل شوي وو، دا پېښه په کلاچي سیمه کې هغه وخت شوې، چې دوی د پلار امیر خان د جنازې وروسته د فاتحې لپاره په جومات کې ناست وو. د رپورټونو له مخې، نامالومه کسان راغلي او د وسلې په زور یې تښتولي وو.

په 29م اګست د تښتول شوي پوځي افسر او د هغه د ورور ويډیوز په ټولنيزو رسنیو خپرې شوې وې.

په دغو لنډو ويډيوز کې پوځي افسر او د هغه ورور چې په شا یې وسلې په لاس کسان ليدل کيږي، دواړو ويلي، دوی د پاکستان نه لرې تښتول شوي، چرته چې حکومتي عملداري نشته.

دوی ويلي، د حکومت نه خواست کوي چې د طالبانو غوښتنې ومني او دوی د طالبانو د بنده خوشي کړي.

خو د دغو ويډيو په اړه نه دي ویل شوي چې دا په کوم ځای کې ريکارډ شوي دي.

پوځي افسر او وروڼه یې چې د کوم ځای څخه تښتول شوي، دغه د ډېره اسماعيل خان کلاچي سيمه د ښار څخه شاوخوا 40 کلومیټره لويدیځ پله پرته سيمه ده، دا سيمه د ټانک ضلعې سره پولې لري. په دې وروستیو کې، په دې سیمه کې ذ ناامنۍ پېښې زياتې شوي دي.

‎کلاچي تحصیل د خېبرپښتونخوا صوبې د وزیر اعلا علي امین ګنډاپور او د صوبې د پولیسو مشر اختر حیات پلارنۍ سیمه هم ده، او په دې کې په وروستیو کې د سرکاري افسرانو د تښتولو، او امنیتي ځواکونه د بریدونو ښکار شوي دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG