لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې پټرول يوه روپۍ 86 پيسې ارزان کړل شوي


د پاکستان حکومت په ملک کې د تيلو د قيمتونو ارزانولو اعلان کړی، يو ليټر پټرول يوه روپۍ 86 پیسې او هايي سپيډ ډيزل درې روپۍ او 32 پيسې ارزان کړل شوي دي.

د خزانې وزارت ويلي، د تېلو او ګېس د انتظام ادارې [اوګرا] په نړيوال مارکيټ کې د تیلو قيمتونو ته په کتو په بیعو کې بدلون کړی دی.

د پټرولو په يو ليټر کې د يوې روپۍ او 86 پيسو کمولو سره يو ليټر پټرول د 260.96 روپو نه 259.10 روپو ته راکم شوي دي.

دغه ډول د ډيزلو په ليټر کې درې روپۍ 32 پيسې کمې کړل شوي، او نوی قيمت یې د 266.07 نه 262.75 روپو ته راغلی دی.

ويل شوي، د تيلو نوي قيمتونه به نن د لومړي ستمبر څخه عملي وي.

د پاکستان د سرکاري خبري ادارې، اې پي پي د خبر ترمخه، د خاورو تېل د ليټر په سر دوه روپۍ 15 پيسې ارزان کړل شوي او نوی قيمت یې 169.62 روپۍ شوی دی، او لایټ ډيزل دوه روپۍ او 97 پيسې ارزان کړل شوي، نوی قيمت یې 154.05 روپو ته راکم شوی دی.

پاکستان کې هر 15 ورځې پس د تيلو بيعې ټاکل کيږي.

له دې وړاندې په 14م اګست يو ليټر پټرول اته روپۍ 47 پيسې او هايي سپيډ ډيزل شپږ روپۍ او 70 پيسې ارزان کړل شوي وو.

په لومړي اګست هم پاکستان کې تيل ارزان کړل شوي، د يو ليټر پټرولو په قيمت کې شپږ روپۍ او 17 پيسې او ډيزل لس روپۍ او 86 پيسې راکم کړل شوي وو.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG