لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان حکومت پارلیمان خبر کړی چې ملک کې د امنیت صورتحال پرله پسې خرابېږي


د ګل یا دوشنبې په ورځ د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي پارلیمان ته پخپل لیکلي ځواب کې ویلي چې په خېبر پښتونخوا اؤ بلوچستان کې د امنیت په اړه ګواښونو کې زیاته اضافه شوې ده (فایل فوټو)
د ګل یا دوشنبې په ورځ د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي پارلیمان ته پخپل لیکلي ځواب کې ویلي چې په خېبر پښتونخوا اؤ بلوچستان کې د امنیت په اړه ګواښونو کې زیاته اضافه شوې ده (فایل فوټو)

د پاکستان حکومت قامي اسمبلۍ یا پارلیمان ته ویلي دي چې په ملک کې د امنیت وضعه پرله پسې د خرابېدو په لوري روانه ده.

د ګل یا دوشنبې په ورځ د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي پارلیمان ته پخپل لیکلي ځواب کې ویلي چې په خېبر پښتونخوا اؤ بلوچستان کې د امنیت په اړه ګواښونو کې زیاته اضافه شوې ده.

په حکومتي ځواب کې ویل شوي چې د تېر یوکال په مهال ګرد هیواد کې د ترهګرۍ 1514 پېښې رامنځته شوي اؤ په دې پېښو کې 572 امنیتي عسکر وژل شوي اؤ 1292 نور ژوبل شوي دي.

د کورنیو چارو د وزیر لخوا پخپل ځواب کې پارلیمان ته ویل شوي چې په ترهګریزو بریدونو کې 358 عام وګړي هم وژل شوي اؤ ددې تر څنګ 700 نور ژوبل شوي دي.

پارلیمان ته وړاندې کړل شوؤ تفیصلاتو کې ویل شوي چې د کال 2023م د جنورۍ میاشتې نه تر دسمبر میاشتې پورې د ترهګرۍ پېښو کې ټول 2922 کسان وژل شوي اؤ ژوبل شوي دي.

د کورنیو چارو د وزارت د شمېرو له مخې په خېبر پښتونخوا کې د ترهګرۍ په دې پېښو کې 402 امنیتي عسکر وژل شوي اؤ 1054 نور ژوبل شوي دي.

دغه شمېرې ښیي چې تېرکال پښتونخوا کې د ترهګرۍ ترسره شوؤ پېښو کې 178 عام وګړي هم وژل شوي.

د حکومتي شمیرو له مخې بلوچستان کې د تېر یو کال په مهال د ترهګرۍ 626 پېښې مخې ته راغلي اؤ په دې پېښو کې 148 امنیتي عسکر وژل شوي اؤ 198 نور ژوبل شوي.

همدا شان بلوچستان کې په دغو ترهګریزو بریدونو کې 167 عام وګړي وژل شوي اؤ 279 ژوبل شوي دي.

په سیند صوبه کې بیا په یو کال کې د ترهګرۍ د رامنځته شوؤ پېښو شمیره 19 ښودل شوې اؤ په پنجاب کې بیا د ترهګرۍ رامنځته شوؤ اتوؤ پېښو کې 11 امنیتي عسکر وژل شوي اؤ 9 ژوبل شوي دي.

خو داخله وزارت ویلي چې تېرکال په پلازمینه اسلام کې بیا د ترهګرۍ یوه پېښه هم مخې ته نه ده راغلې.

پاکستان کې د څېړنې او امنيتي مطالعې مرکز سېنټر فار ریسرچ اېنډ سیکيورټي‌ سټديز نومې غېر دولتي ادارې (پيکس) پخپل تازه رپورټ کې ویلي د روان کال 2024م په اتوؤ میاشتو کې هم په ګرد هیواد کې وسله والو 640 بریدونه کړي چې 757 کسان وژل شوي اؤ 733 ژوبل شوي دي.

پېکس پخپل رپورټ کې تېره د اګست په میاشت کې په بلوچستان کې د ترهګرۍ پېښې په غیر معمولي ډول زیاتې شوي خو په خېبر پښتونخوا صوبه اؤ دملک نورو برخو کې په دې میاشت کې د ترهګرۍ پېښو کې کمی لیدل شوی دی.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

Forum

Recommended

XS
SM
MD
LG