لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسحاق ډار: په افغانستان د طالبانو له غلبې وروسته کابل ته د فېض حمید سفر پاکستان ته ډېر ګران پریوتی


د پاکستان مرستیال وزیراعظم ښاغلي اسحاق ډار ویلي په افغانستان د طالبانو له غلبې وروسته د آي ایس آي د هغه وخت د مشر جنرال(ر) فېض حمید د کابل سفر پاکستان ته ډیر ګران پریوتی دی.

لندن کې د پاکستاني رسنۍ جیو نیوز سره مرکه کې خارجه وزیر اؤ مرستیال وزیر اعظم د عمران خان په تېر حکومت کلکې نیوکې کړي چې تر 100ؤ زیات ترهګر یې له زندانونو خوشې کړي وؤ اؤ د 35 زرو څخه نیولي تر 40 زرو پورې د ټي ټي پي وسله والو ته یې هیواد ته بېرته د راتګ اجازه ورکړې وه.

ښاغلي اسحاق ډار ویلي چې د ضرب عضب اؤ ردالفساد عملیاتو له امله تر کال 2017م پورې ترهګریز بریدونه تقریباً ختم شوي وؤ خو وایي د ترهګرو له خوشې کولو اؤ ملک ته بېرته د راګرځېدو له امله اوس یو وارې بیا هیواد کې ترهګرۍ سر راپورته کړی.

هغه ویلي کابل چې کله طالبانو ونیولو اؤ جنرال فېض حمید کابل ته سفر کولو نو دغه سفر د حکومت له اجازې پرته نه ؤ اؤ نه هم دا ممکن وه چې چې د صدر اؤ وزیراعظم له اجازې پرته دې له زندانونو تر 100ؤ زیات ترهګر خوشې کړل شي.

تېرکال د مارچ په میاشت کې عمران خان برتانوي خبري شبکې بي بي سي سره خبرو کې ویلي وؤ کله چې هغه وزیراعظم ؤ نو افغان طالبانو ترې غوښتنه کړې وه چې افغانستان کې دټي ټي پي 30 نه تر 40زرو کسان میشت دي،دوي باید بېرته بوتلل شي چې په دې کې د پینځوؤ نه نیولي تر شپږو زرو پورې وسله وال هم وؤ.

عمران خان ویلي وؤ دهغه د واکمنۍ دوره کې چې ورته هرکله افغان طالبانو وویل" باید دوئ (دټي ټي پي وسله وال) بېرته بوځئ نو مونږ سره بله کومه لار وه؟ یا به مو دوي نیول اؤ وژل به مو اؤ یا به مو د سیمې دخلکو په مشوره بیرته دلته ودانول"

د افغانستان نه د زرګونو وسله والو په راستنولو وخت په وخت په عمران خان سختې نیوکې شوي اؤ په ملک کې د ترهګرۍ د روان بهیر ذمه وار د هغه تېر حکومت ګرځول کیږي .

خوعمران خان دترهګرۍ د روان بهیر پړه پخپله غاړه نه اخلي اؤ دریځ لري هرکله چې ترهګر دلته بیا منظم کیدل نو استخباراتي شبکو اؤ قانون پځائ کوونکو ادارو څه کول؟

عمران خان وایي غوښتل یې چې د خپلې واکمنۍ په دوره کې دغه پاکستانیان(د ټي ټي پي‌ وسله وال) بیا پاکستان ته راستانه کړي اؤ دلته یې د میشته کولو لپاره دقبایلي مشرانو په مرسته یو لاره راوویستل شي خو هغه وایي چې بیا دده حکومت ختم شو اؤ نوي حکومت دهغوي راستنولو ته توجو ونه کړه همدغه علت دی چې اوس دافغانستان د خاورې نه وسله وال پاکستان کې بریدونه کوي.

د پاکستان اؤ په افغانستان د واکمنو طالبانو د حکومت اړیکې په دې وروستیو کې زیاتې تاوژنې شوي اؤ پاکستان تورونه لګوي چې افغان طالبانو پخپله خاوره کې د پاکستان مخالفو وسله والو ته خوندي ځالې ورکړي اؤ هغوي د افغانستان له خاورې پاکستان کې د بریدونو پلانونه جوړوي.

خو افغان طالب چارواکي بیا د پاکستان دا تورونه په سختۍ سره ردوي اؤ وایي پخپل هیواد کې امن ټینګول د پاکستان خپله ذمه واري ده اؤ پاکستان دې د خپلې ناکامۍ پړه د افغانستان غاړې ته نه اچوي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG