د خېبر پښتونخوا حکومت ویاند او د اطلاعاتو لپاره د وزیراعلا سلاکار ښاغلي بېرسټر محمدعلي سیف دعوه کړې چې د خېبرپښتونحوا اعلا وزیر علي امین ګنډاپور د اسلام اباد څخه لادرکه شوې دی.
د پاکستان شخصي ټیلي ویژن جیو نیوز په پروګرام ”اج شاهزیب خانزاده کې ساتهه“ کې بېرسټر محمدعلي سیف وویل ” اعلا وزير علي امين ګنډاپور اسلام اباد ته تللی و او اوس د هغه ټیلي فون بند راځي. “
د پښتونخوا د وزیراعلا په ګډون، د پي ټي ای نور مشران هم د اتوار د ورځې د جلسې وروسته نیول شوي.
په جلسه کې ښاغلي ګنډاپور، په ځانګړې توګه، د ترهګرۍ او افغانستان په اړه د پوځ په جوړه تګلاره سخت ټکونه کړي دي.
د خيبر پښتونخوا حکومت ویاند زياته کړه چې له اعلا وزير علي امين سره یې ماسپښين درې بجې خبرې وشوې، هغه (علي امين) وويل چې د يوې غونډې لپاره اسلام اباد ته روان دى، د ماښام له پنځه او شپږو بجو وروسته ورسره هيڅ رابطه نه ده شوې.
بېرسټر سیف زیاته کړه چې د علي امین ګنډاپور ټليفون بند دى، د هغه سره کارکوونکو کسانو فون شمېرې هم کار نه کوي.
د قامي اسمبلۍ پخواني مرستیال سپیکر قاسم سوري هم په یو ټویټ کې ویلي چې ښاغلی ګنډاپور بې درکه کړل شوی دی.
بېرسټر محمدعلي سیف پوښتنه وکړه چې ” کله یو منتخب اعلا وزیر نیول شوی دی؟ “.
هم د ګل – دوشنبې په ورځ اسلام اباد پولیسو د تحریک انصاف موقتي چیرمین بېرسټر ګوهر خان ، شېر افضل مروت او بېرسټر شعیب شاهین نیولي دي.
تحريک انصاف ګوند د خپلو مشرانو نیولو تصديق په ایکس (پخواني ټويټر) کړی دی او دغه نیونې یې په کلکه غندلي دي.
پي ټي اې په اېکس یو ټويټ کې ویلي:
"په پاکستان کې د وړاندې نه کمزوري جمهوریت پر مخ یوه څپېړه.
د پوځ ملاتړ لرونکي امرانه او غېرقانوني حکومت اوس په غیر قانوني توګه د تحریک انصاف منتخب غړي د پارلېمان د احاطې نه نیسي او تښتوي یې.
د پي ټي اې موقتي مشر بيرسټر ګوهر علي خان
BarristerGohar@
کله چې هغه د قلمي اسمبلۍ غونډې نه راووتو نو د اسلام اباد پوليسو هغه په زوره ونيولو او په غير قانوني توګه يې ګرفتار کړو.
د پي ټي ای د قامي اسمبلۍ غړی شېر افضل مروت
sherafzalmarwat@
د پارلیمان بهر نه په غیر قانوني توګه ونیول شو
د پي ټي ای غړی او د سپريم کورټ وکيل شعيب شاهين
advshoaib66@
هغه په ملکي جامو کې د " نه پېژندلو کسانو" لخوا د خپل دفتر څخه وتښتول شو. "
پرون د اتوار په ورځ د اسلام اباد سنګجاني کې ترسره شوې د پي ټي اې جلسې ته وینا کې د پاکستان تحریک انصاف ګوند د اسلام اباد په جلسه کې بیلابیلو مشرانو پخپلو ویناګانو کې په سمدستي ډول د عمران خان د خوشې کېدو غوښتنه کړې وه.
وزیراعلا علي امین ګنډاپور په خپله وینا کې ویلي وو که له یوې نه تر دوؤ اوونیو پورې عمران خان په قانوني توګه خوشې نه کړل شي نو بیا به پي ټي آي پخپله هغه راخوشې کړي.
یاد ګوند اعلان کړی دی چې خپله راتلونکې جلسه به په لاهور کې کوي چرته چې ددې ګوند د تر ټولو ستر سیاسي مخالف ګوند پاکستان مسلم لیګ (ن) حکومت دی.
ښاغلي ګنډاپور ویلي که اجازه ورکړل شي اؤ که نه خو تحریک انصاف ګوند به خپله راتلونکې جلسه په لاهور کې کوي اؤ د مرکز اؤ پنجاب حکومتونو ته یې خبرداری ورکړو چې "زمونږ د ایسارولو کوشش دې ونه کړل شي"
Forum