لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د نېدرلېنډز عدالت اشرف جلالي ته 14 کالو او سعد رضوي ته 4 کاله قېد سزا اورولې ده


د نېدرلېنډز یا هالېنډ یو عدالت د ګل- دوشنبې په ورځ د تحریک لبیک پاکستان مشر سعد رضوي او د تحریک لبیک نه بیلې شوې ډلې یا رسول الله مشر ډاکټر محمد اشرف جلالي ته د خپلو پلویانو ته د هالېنډ د پارلېمان سخت کیڼ اړخ غړي یېخت وېلډرز د قتل د هڅولو په تور سزاګانې اورولي دي.

محمد اشرف جلالي او سعد حسین رضوي په دواړه باندې د هغوي په غېرموجودګۍ کې مقدمه وچلول شوه.

پاکستان محمد اشرف جلالي او سعد حسین رضوي په دې مجبور نه کړل چې د هالېنډ په غوښتنه د لوړ امنیت په مقدمې کې حاضر شي.


56 کلن مذهبي مشر اشرف جلالي ته خپل پلویان د وېلډرز په وژلو هڅولو په جرم د 14 کالو قېد سزا اورول شوې ده.

اشرف جلالي خپل پلویانو سره ژمنه کړې وه چې دوی د وېلډرز ووژني او "په اخرت کې به ورته د دې کار اجر ورکول کیږي."

د تحریک لبیک پاکستان (ټي ایل پي) مشر 29 کلن سعد رضوي ته د پاکستان پخواني کرکټر خالد لطیف د وېلډرز په وژلو هڅولو په تور د څلور کاله قېد سزا اورول شوې ده.

د 2023 کال په سېپټمبر کې د نېدرلېنډز یو عدالت د پاکستان پخواني کرکټر خالد لطیف ته 12 کاله د قېد سزا په دې تور واوروله چې هغه د وېلډرز د مرګ په سر د انعام اعلان کړی و. لطیف هم عدالت ته نه و حاضر شوی.

وېلډرز د اسلام د پیغمبر د کارټونونو د سیالۍ د تنظیمولو هڅه کړې وه.

ویلډرز په دې فیصلې خوښې ښودلې ده.

د فیصلې وروسته ویلډرز په ایکس ویلي: "دا دوه مجرمین باید سمدستي ونیول شي او قېد شي."

هغه وویل چې د پیغمبر د کارټونونو جوړول او ښودل د "بیان د ازادۍ" مسله ده.

نوموړي له خبریالانو سره د خبرو پر مهال د دې فیصلې ستاینه کړی ده.

پاکستان او نېډرلېنډز مطلوبه کسان یو بل ته د سپارلو معاهده نه لري.

وېلډرز په اسلام تنقید کوي او د ګواښونو له امله هغه د تېرو ۲۰ کلونو راهسې شپه او ورځ د پولیس د ساتنې لاندې ژوند کوي.

په ۲۰۱۹ کې یو پاکستانی تن په نېدرلېنډز کې په دې الزام ونیول شو او وروسته ۱۰ کاله سزا شو چې په وېلډرز يې د ترهګرۍ حملې تیاری کوله.

د نېدرلېنډز په عدالت کې د روانې مقدمې په اړه په خپل بیان کې ټي ایل پي ویلي وو چې د وېلډرز د وکیل لخوا وړاندې شوی بیان دروغ او د قانون خلاف دی.

ټي ایل پي په بیان کې ویل شوي وو چې وېلډرز ته باید د اسلام د پیغمبر د سپکاوي په خاطر سزا ورکړل شي.

تحریک لبیک پاکستان یو سخت دریځه مذهبي-سیاسي ګوند ګڼل کیږي چې په تیرو وختونو کې د تاوتریخوالي په هڅولو تورن شوی دی.

تيره مياشت د ټي ايل پي نائب امير د احمديه جماعت سره تعلق لرونکي د مبارک ثاني د ضمانت د پريکړې په غبرګون کې د پاکستان د اوسني چيف جسټس قاضي فائز عيسى د وژلو دپاره د انعام اعلان کړی ؤ.

له دې اعلان وروسته د پاکستان مرکزي حکومت او د پنجاب صوبايي حکومت دغه څرګندونې غندلي وی او د کاروایي کولو یې ویلي وو خو پولیس تر اوسه نه دي توانیدلي چې د ټي ایل پي دغه مشر ونیسي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG