لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسلام اباد هايکورټ د عمران خان ضد پوځي عدالت کې مقدمې په اړه د حکومت نه ښکاره دريځ غوښتی


اسلام اباد هايکورټ د مرکزي حکومت لخوا د پخواني وزيراعظم عمران خان ضد پوځي عدالت کې ممکنه اورېدنې په اړه جمع کړل شوی ځواب رد کړی او مرکزي حکومت ته یې په يوه اونۍ کې د ډاګيز دريځ جمع کولو دپاره وخت ورکړی دی.

د پاکستان د پخواني وزيراعظم او پاکستان تحریک انصاف ګوند [پي ټي آی] د مشر عمران خان ضد پوځي عدالت کې ممکنه اورېدنې خلاف خواست باندې نن د اسلام اباد هايکورټ جسټس مياګل حسن اورنګزېب اورېدنه وکړه.

د رپورټونو ترمخه اورېدنه کې جسټس میاګل حس اورنګزېب پوښتنه کړې، چې د سياستوالو او پوځي افسرانو بيانونه او خبرونه په ريکارډ راوستل شوي دي، که بيانونه د کوم افسر لخوا راشي نو سنجيده دي.

او اډيشنل اټارني جنرل بيا عدالت ته ويلي، د عمران خان په پوځي حراست کې ورکولو په اړه د دفاع وزارت ته تراوسه پورې هیڅ خبر نشته.

هغه ويلي، که د دفاع وزارت ته په دغې اړه خواست وشو، د قانون مطابق به دغه معامله کتلی شي.

ويل شوي، جسټس میاګل حسن اورنګزېب بيا د عمران خان وکیل عذېر بنډاري ته ويلي، تاسو نه ګورئ چې خواست مو د وخت نه وړاندې کړی دی، او زياته کړې یې ده، زما سره د دې قضیې مخ په وړاندې بوتلو دپاره نور څه نشته.

څلور ورځې وړاندې اسلام اباد هاىکورټ د پخواني وزیر اعظم عمران خان په ممکنه توګه په پوځي عدالت کې د محاکمه کولو په اړه د وفاقي حکومت څخه سپيناوی غوښتی او امر یې کړی وو چې حکومت دې په څلورو ورځو کې دننه عدالت کې ځواب جمع کړي.

د پاکستان پوځ او ځينې حکومتي وزيرانو په دې وروستيو کې د پخواني وزیر اعظم عمران خان خلاف په پوځي عدالت کې د مقدمې چلولو اشاره کړې او ويلي یې وو چې د پوځي چارواکو د خپل شخصي او سياسي ګټو لپاره کارول قانوني کاروايۍ ته بلنه ورکول دي.

نننۍ اورېدنه کې نوموړي جج بيا ویلي، چې د حکومت لخوا پوځي عدالت کې اورېدنې په اړه کوم ډاګيز دريځ نه دی راغلی.

نوموړي اډيشنل جنرل ته ويلي، په دغه لاړه دې لارښوونه عدالت ته وړاندې کړي.

او عدالت د حکومت نه ډاګيز دريځ غوښتی چې د پخواني وزيراعظم ضد پوځي عدالت کې اورېدنه کيږي که نه کيږي.

اټارني جنرل بيا د عدالت نه وخت غوښتی او عدالت د راتلونکې نهې، سه شنبې پورې اورېدنه ځنډولې ده.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG