لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د خېبرپښتونخوا ګورنر فېصل کريم کنډي وايي، د صوبې وزیراعلا د افغانستان سره په خپل سر خبرې نه شي کولی


د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل کريم کنډي ويلي د افغانستان سره خبرې د رياست کار دی، نوموړي دا خبرې وروسته له هغې کړي چې د خېبر پښتونخوا وزيراعلا علي امين ګنډا پور ويلي وو که مرکزي حکومت اجازت ور نه کړي د افغانستان سره به نېغ په نېغه خبرې وکړي.

علي امين ګنډاپور په 11م ستمبر د وکيلانو يوې غونډې ته ويلي وو اوس به پخپله د افغانستان سره خبرې کوي، آو د صوبې نه به پلاوی افغانستان ته ليږي، نوموړي له دغې وروسته په پېښور کې د افغان قونصل جنرل سره ملاقات کې ويلي وو سيمه ييزه امن د افغانستان او پاکستان دواړو د پاره مهم دی.

صوبايي حکومت افغانستان ته د پلاوي لېږلو لپاره لا هم کومه نېټه نه ده اعلان کړې خو د خېبر پښتونخوا ګورنر وايي د افغان طالبانو سره خبرې کول د صوبايي حکومت نه بلکې د رياست کار دی.

فېصل کريم کنډي ويلي، "هغه څنګه د رياست يا فېډريشن په اساس هلته ځي، او په هغې باندې بيا خبري کوي چې داسې کوو يا به داسې کوو".

د پاکستان حکومت دعوه کوي، افغانستان کې د طالبانو په واک کې د راتلو وروسته په پاکستان کې د وسله والو بريدونه سېوا شوي او څړنيزو ادارو روپورټونو ترمخه يواځې د اګست په مياشت کې په پاکستان کې 59 بريدونه شوي او په دې ترټولو زيات 29 په خېبر پښتونخوا او 28 په بلوچستان صوبه کې شوي دي.

پاکستان تور لګوي چې وسله وال په پاکستان کې د بريدونو د پاره د افغانستان خاوره کاروي خو افغانستان دغه تورونه ردوي.

څيړونکي وايي کله چې په افغانستان کې جمهوري حکومتونه وو په پاکستان تورونه لګېدل چې د افغان طالبانو ملاتړ کوي او د کوټې او پېښور شورا په نوم په پاکستان کې موجود وو.

د څيړونکو په خبره د پاکستان هغه پاليسي ښکاري چې ناکامه شوې او د افغان طالبانو په واک کې دراتلو پس د پاکستان امنيتي ستونزې نورې هم سېوا شوي دي.

خېبرپښتونخوا اسمبلۍ کې د باجوړ نه د عوامي نېشنل ګوند غړی نثار باز خان وايي، "افغانستان خپلواکۍ ته نه پريښودل کيږې، نن چې هلته څوک په واک کې دي، نو دا خو د پاکستان خواهش وو، د پاکستان د اسټبلشمنټ خواهش وو، چې دا خلک دلته راشي او دلته په اقدار کښېني، نو چې اوس د دوي کومې اړيکې خرابې دي بيا سوال راپورته کيږې، چې دوي دا خلک راوستل او کښېنول او مرسته يې ورکوله نو پکار ده چې اوس ورسره اړېکې سمې کړي".

څيړونکي وايي د پاکستان او افغانستان اړېکي ورځ تربلې په خرابېدو دي، په ډېورنډ پوله بريدونه سېوا شوې، د افغان کډوالو د واپسۍ لړۍ شروع ده، تجارتي لارې اکثر له بندې پرتې وي او په لوړه کچه د مذاکراتو کوم عمل روان نه دی.

څيړونکي وايي تر څو چې دواړو هېوادونو خپلې مسلې د مزاکراتو د لارې نه وي هوارې کړې ترهغې به يې اړيکي تاوجنې وي.

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG