لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شهباز شریف: د پور دپاره مو د آی اېم اېف سخت شرطونه پوره کړي


د پاکستان وزيراعظم شهبازشريف په نيويارک کې خبريالانو ته ويلي، سبا [نن په 25م ستمبر] د نړيوالې مالياتي ادارې، آی اېم اېف غونډه کېدونکې ده او هيله ده پاکستان ته به د قرضې ورکولو پرېکړه وشي.

نوموړي ويلي، د آي اېم اېف څخه د پور اخستو په لړ کې یې سخت شرطونه پوره کړي، د سعودي عرب، متحده عرب امارات او چين هم مننه کوي، چې دې لړ کې يې ورسره مرستې کړي دي.

لس ورځې وړاندې د پاکستان د خزانې وزیر محمد اورنګزیب ویلي وو ملک په خیراتونو نه چلیږي او له ټیکسونو پرته په مخکې تګ نه شي کیدای.

اسلام اباد کې یوې دستورې ته په وینا کې د خزانې وزیر هیله ښودلې وه چې نن په 25م ستمبر د آی ایم ایف د اجراییه بورډ په غونډه کې پاکستان لپاره د قرض د نوي پروګرام منظوري ورکړل شي.

د خزانې وزیر ويلي وو، مونږ ته د خپل مجموعي قامي پېداوار په تناسب سره د ټيکسونو کچه 13 فیصدي ته لوړول دي ځکه چې د نهه فیصدي کچې سره معاملې پر وړاندې نه شي تللی.

په وروستیو کې د قومي اسمبلۍ قایمه کمېټۍ ته ويل شوي وو چې په تېرو پینځو کلونو کې قرضې په اوسط ډول 14 فيصده زياتې شوې دي او له آی ایم ایف څخه د اووه اربه ډالرو مجوزه نوي بېل آوټ پیکج يا پور پروګرام ترلاسه کولو باوجود هم د پاکستان بهرنۍ مالياتي ستونزې نه شي کمېدای.

د پاکستان د خزانې وزارت چارواکو د خپلې راتلونکې تګلارې په اړه قایمه کمېټۍ ته معلومات ورکړي وو.

په ياده غونډه كې د خزانې وفاقي وزير محمد اورنګزېب كمېټۍ ته د آی اېم اېف له خوا د اووه اربه ډالرو تجويز شوي بېل آوټ پېكج د سختو شرطونو په اړه ويلي وو.

ښاغلي اورنګزېب یوه تګلاره وړاندې کړې چې د اضافي قرضونو تر لاسه کولو لپاره دوامداره هڅې په ګوته کوي چې د آی ایم ایف څخه د اټکل له مخې 12 اربه ډالره باید تر 2027 پورې ترلاسه شي. په دغو کې باید اووه ارب ډالر له آی ایم ایف څخه او پینځه اربه ډالره له نورو لارو او تجارتي بېنکونو څخه واخستل شي.

خو ځينې څيړونکي او اقتصاد پوهان ګڼي چې د آی ايم ايف نه پور ترلاسه کولو سره به د پاکستان اقتصاد څه لږ ډير د خطرو نه راوځي خو تر کومې پورې چې دلته پراخه اقتصادي اصلاحات نه وي شوي تر هغې اقتصادى استحکام نه شي راتلی.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG