د ایران پوځ وایي د وسلو سیسټم یې په اسرایل کې ۹۰ فیصده ټاکلي هدفونه په نخښه کړي
پر اسرایل باندې د میزایلو تر برید وروسته د ایران پوځ ویلي، د وسلو یې سیسټم یې خپل "۹۰ فیصده ټاکل شوي هدفونه په نخښه کړي دي"، د ایران پوځ اسرایل ته په اشارې ویلي، "دوی زموږ رحم زموږ کمزوري وګڼله".
د اې پي خبري ایجنسۍ د رپوټونو له مخې ایران اسرایل ته 180 میزایل ور ویشتلي دي چې د اسرایل د پوځ په وینا دا به نتیجې ولري.
د اسرایل د پوځ ویاند رېر ایډمرل ډېنیل هګاري ویلي، د هېواد هوايي دفاعي ځواکونو یې ډېر ورتلونکي میزایل ناکاره کړي خو وایي ځینې یې د اسرایل پر مرکزي او جنوبي سیمو لګېدلي دي.
د اسرایل پوځ د نهې، سه شنبې، په ورځ په هېواد ایران حمله سنجیده ګام وبللو او ويې وېل دا به نتېجې ولري.
د روېټرز خبري ادارې ترمخه، اسرایلي پوځ دا و نه وېل چې اسرایل به په ممکنه توګه کله او څنګه د ایران د حملې جواب ورکوي.
د اسرایل د ډېفېس فورسز، ايي ډي اېف، ترجمان رېيراېډمېرل ډېنیل هېګاري وویل د ایران د حملې دلاسه يې مرک ژوبلې په اړه يې څه رپورټ نه دي ترلاسه کړی.
هېګاري وویل د ایران ځينې مزایل د اسرایل په مرکزي او په جنوبي برخو کې لګېدلي دي.
د اسرایل پوځ د نهې- شه شنبې په ورځ ویلي ایران پر اسرایل مېزایل ویشتلي او خپل اوسېدونکو باندې غږ کړې چې د دننه پناه واخلي.
په ټول هېواد کې د هوایي بریدونو سایرن غږول شوي او خلکو ته امر شوی چې د بمونو نه د پناه ځایونو ته نږدې پاتې شي.
د اسرایل اوسېدونکو ته د دننه پناه اخیستو پېغامونه په موبایل ټیلي فون لېږل شوي او د اسرایل په قامي ټیلي ویژن هم اعلان شوي .