ایران جرمني او اسټریا ته په اسرایل د خپلې حملې په لړ کې احتجاج کړی
واشنګټن (ای اېف پی) - ایران د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د جرمني او د اسټریا سفیران خارجه وزارت ته د احتجاج دپاره را وغوښتل. دواړو ملکونو په اسرایل د ایران د بېلېسټېک مزایلو حمله غندلې ده.
د ایران د سرکاري خبري ادارې ایرنا ترمخه د ایران د احتجاج نه مخکې جرمني او اسټریا په اسرایل د حملې په سر احتجاج دپاره د ایران سفیران طلب کړي وو.
ایران د نهې، سه شنبې، په ورځ اسرایل په قریباً په ۲۰۰ مزایلو وویشتلو.
د ایران خارجه وزارت په یو بیان کې وویل "جارحانه صېهوني رژیم ته سزا" ورکولو دپاره په اسرایل حمله "قانوني، ذمه وارانه او موثره" جواب و.
د اسرایل وزیر اعظم بېنجمن نېټن یاهو په اسرایل حمله د ایران غلطي بللې او لوظ یې کړی چې بدل به اخلي.
لبنان وايي عسکر يې د اسرایل په حمله کې وژل شوی او ځواکونو يې جوابي ډزې کړي دی
واشنګټڼ (روېټرز) ـ د لبنان پوځ د زیارت، پنجشنبې، په ورځ وویل د امنیتي ځواکونو په پوسټ د اسرایل په حمله کې يې یو عسکر وژل شوی او لبناني ځواکونو جوابي ډزې کړي دي.
د لبنان یوې امنیتي سرچینې روېټرز خبري ادارې ته وویل یو کال مخکې د اسرایل او د حزب الله وسله والې ډلې شخړه د شروع کېدو راهسې دا وړمبی ځل دی چې د لبنان پوځ په اسرایلي ځواکونو جوابي ډزې کړي دي.
بلخوا، اسرایلي پوځ او په لبنان کې مېشته حزب الله د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په یو بل د ګزارونو دعوې کړي دي.
د لبنان د صحت چارواکو د زیارت، پنجشنبې، په ورځ وویل د اسرایل په هوايي بمبارۍ کې په سرښار بېروت کې یوه وداني ولګېدله او شپږ کسان په کې ووژل شوو او اسرایلي پوځ وویل په بېروت کې يې ۱۵ وسله وال وژلي دي.
حزب الله وویل د زیارت، پنجشنبې، په ورځ يې په اسرایلي ځواکونو د دوو چاودېدونکو موادو حمله وکړه. ډلې وویل په اسرایلي ځواکونو حمله د مارون الراس کلي سره نږدې په داسې حال کې وشوه چې اسرایلي ځواکونو د لبنان دننه پېش قدمي کوله.
د اسرایل پوځ د زیارت، پنجشنبې، په ورځ وویل د هوايي حملو هدفونه په جنوبي لبنان تر ۲۰۰ پورې وسله وال او یوه وداني وه چې حزب الله په کې وسله ذخیره کړې وه. اسرایلي پوځ وویل په حمله کې ۱۵ وسله وال ووژل شوو.
د جي سېون مشرانو پر اسرایل د ایران برید غندلی، ایران دا غندنه "متعصبانه" بللې
د نړۍ د اوو جمهوریتونو د تنظیم جي-7 مشرانو پرون د اکتوبر پر دویمه په ټیلیفون خبرې کړې دي او پر اسرایل د ایران د برید له غندنې سره سره یې ایران ته د اسرایل د جواب ورکولو په اړه خبرې کړې دي.
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند اسماعیل بقایي نن د پنجشنبې- زیارت په ورځ یو بیان خپور کړی او پر اسرایل باندې د ایران د برید په اړه د G7 د مشرانو غندنه یې "متعصبانه او غیرذمه واره" عمل بللی دی.
د ایټلي د وزیراعظم دفتر په خپل بیان کې ویلي، مشرانو په منځني ختیځ کې د کړکېچ پر زیاتوالي سخته اندېښنه څرګنده کړه او ټینګار یې وکړ چې "په سیمه کې شخړه د هیچا په ګټه نه ده".
بایډن او د کېنېډا، فرانس، جرمني، ایټلي، جاپان او برتانیې د اووه هېوادونو د تنظیم جي- سېون مشرانو د ایران پر ضد د نویو بندیزونو د ترتیبولو په اړه پرون په ټیلیفون خبرې وکړې.
د لبنان چارواکي وايي د اسرایل په بمبارۍ کې یوه وداني لګېدلي او شپږ کسان وژل شوي دي
واشنګټڼ (وي او ای) ـ د لبنان د صحت چارواکو د زیارت، پنجشنبې، په ورځ وویل د اسرایل په یوه هوايي بمبارۍ کې په سرښار بېروت کې یوه وداني ولګېدله او شپږ کسان په کې ووژل شوو.
د اسرایل پوځ وویل د حزب الله په ضد عملیات يې کول چې هدف يې بېروت و.
په بېروت کې د ملګورو ملتونو خصوصي رابطه کارې جنین هېنس پلېسشارټ د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په اېکس، پخواني ټوېټر ولیکل چې یوه بله بې خوبه شپه تېره شوه، هغه چاودنې يې شمارلې چې ښار يې لړزولو، هېڅ خبرداری او سایرنې نه وې، نه معلومېده چې مخې په څه کېږي. "فقط غېر یقیني مخې پرته ده. پرېشاني او ویره هر ځای ده."
د اسرایل پوځ د زیارت، پنجشنبې، په ورځ وویل د هوايي حملو هدفونه په جنوبي لبنان تر ۲۰۰ پورې وسله وال او یوه وداني وه چې حزب الله په کې وسله ذخیره کړې وه. اسرایلي پوځ وویل په حمله کې ۱۵ وسله وال ووژل شوو.