اسرایل وايي د لبنان په جګړه کې يې اته عسکر وژل شوي دي
واشنګټن (روېټرز) اسرایل د شورو، چهارشنبې، په ورځ وویل د لبنان په جنوبي برخه کې د جنګ په مهال يې اته عسکر ووژل شوو.
اسرایل د خپلو عسکرو د مرګ خبر په داسې حال کې ورکړی چې ځواکونو يې په لبنان کې دننه د حزب الله وسله والې ډلې خلاف عملیات شروع کړي دي.
په تېر یو کال کې د اسرایلي ځواکونو او د حزب الله په جګړه کې د اسرایلي ځواکونو د وژل کېدو دا تر ټولو زیاته شمېره ده.
حزب الله وویل وسله والو یې د شورو، چهارشنبې، په ورځ اسرایلي ځواکونو سره سختې جګړې وشوې او د اسرایل د پولې سره نږدې په مارون الراس کلي کې يې د اسرایل درې ټېنکونه په راکټونو تباه کړل.
د اسرایلي عسکرو په وژل کېدو د غمرازۍ وډیو پېغام کې بېنجمن نېټن یاهو وویل د "شر محور" ایران سره په مشکل جنګ کې ښکیل دي چې مونږ تباه کول غواړي. خو هغه زیاته کړه داسې به نه کېږي او په یو اتحاد به جنګ ګټي.
تهران ته خبرداری: ایران او پراکسي ډلو ته یې وایو چې امریکا او اسرایل په هدف نه کړي
په ملګرو ملتونو کې د امریکې سفیرې لېنډا توماس ګرینفیلډ امنیت شورا ته وویل چې د ایران د میزایلو د برید خلاف له اسرایل سره د امریکا ملاتړ دفاعي وو.
هغې وویل، "زه باید دا روښانه کړم، د ایران رژیم به د خپلو اقداماتو ذمه وار ګرځول کېږي".
مېرمن ګرینفیلډ وویل، واشنګټن ایران یا د هغه د پراکسي ډلو ته د امریکې پر ضد اقداماتو او یا د اسرایل خلاف د نورو اقداماتو په اړه په کلکه خبرداری ورکوي.
د امریکې سفیر توماس ګرینفیلډ وویل، شورا باید ایران وغندي چې د امنیت شورا پر غړو هېوادونو بریدونه کوي او د ایران پر سپاه پاسداران انقلاب اسلامي ځواک باندې د اسرایل خلاف د خپلو اقداماتو له امله "سنګینې نتیجې" عملي کړي.
د اکتوبر پر دویمه د امنیت شورا په غونډه کې امریکې او اسرایل پر ایران د بندیزونو غوښتنه وکړه.
د ملګرو ملتونو عمومي مشر وایي د اپرېل د برید غوندې پر اسرایل د تازه میزایل بریدونو په کلکه غندنه کوي
د ملګرو ملتونو عمومي مشر انتونیو ګوتېریش وروسته له هغه د امنیت شورا په غونډه کې پر اسرایل د ایران د برید غندنه وکړه، چې اسرایل یې ملک ته پر ورتګ بندیز اعلان کړ.
د اکتوبر پر دویمه د امنیت شورا غونډې ته په وینا کې ښاغلي ګوتېریش وویل، "لکه څنګه چې ما په اپریل میاشت کې د ایراني برید په اړه کړې وه او لکه څنګه چې ما پرون د غندنې اظهار کړی وو باید څرګنده شوې وای. زه یو ځل بیا پر اسرایل د ایران پروني میزایلي بریدونه په کلکه غندم".
انتونیو ګوتېریش وویل، "د تشدد دغه یو پر بل د برید مرګونې لړۍ باید ودرول شي. وخت په ختمېدو دی"، د هغه په وینا د ایران بریدونه په متضاد ډول د فلسطین د خلکو د ملاتړ یا د دوی د کړاوونو کمولو لپاره هیڅ نه کوي.
د چارشنبې- شورو په ورځ د اسرایل د بهرنیو چارو وزیر وویل، خپل ملک ته د ګوتېریش پر ننوتلو بندیز لګوي ځکه چې وایي هغه د ایران برید نه دی غندلی.
د لبنان چارواکي وايي د اسرایل په بمبارۍ کې یوه وداني لګېدلي او شپږ کسان وژل شوي دي
واشنګټڼ (وي او ای) ـ د لبنان د صحت چارواکو د زیارت، پنجشنبې، په ورځ وویل د اسرایل په یوه هوايي بمبارۍ کې په سرښار بېروت کې یوه وداني ولګېدله او شپږ کسان په کې ووژل شوو.
د اسرایل پوځ وویل د حزب الله په ضد عملیات يې کول چې هدف يې بېروت و.
په بېروت کې د ملګورو ملتونو خصوصي رابطه کارې جنین هېنس پلېسشارټ د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په اېکس، پخواني ټوېټر ولیکل چې یوه بله بې خوبه شپه تېره شوه، هغه چاودنې يې شمارلې چې ښار يې لړزولو، هېڅ خبرداری او سایرنې نه وې، نه معلومېده چې مخې په څه کېږي. "فقط غېر یقیني مخې پرته ده. پرېشاني او ویره هر ځای ده."
د اسرایل پوځ د زیارت، پنجشنبې، په ورځ وویل د هوايي حملو هدفونه په جنوبي لبنان تر ۲۰۰ پورې وسله وال او یوه وداني وه چې حزب الله په کې وسله ذخیره کړې وه. اسرایلي پوځ وویل په حمله کې ۱۵ وسله وال ووژل شوو.