د ایران مذهبي مشر آیت الله علي خامنه یي وایي پر اسرایل د ایران بریدونه جایز او قانوني وو
د ایران ستر مذهبي مشر آیت الله علي خامنه يي وایي، ایران او د هغه سیمه ییزې پراکسي ډلې به له اسرایل څخه پر شا نه شي.
خامنه يي په تهران کې د جمعې د لمانځه په خطبه کې د سه شنبې- نهې په ورځ پر اسرایل د ایران میزایلي بریدونو ته په اشارې سره وویل: "څو شپې مخکې [د اسرایل خلاف] زموږ د وسلوالو ځواکونو په زړه پورې اقدام په بشپړه توګه قانوني او جایز وو".
آیت الله علي خامنه یي «د فلسطین او لبنان ملت» تر سرلیک لاندې د ایران د پراکسي ډلو د دفاع په دوام کې وویل، هیڅوک د اعتراض حق نه لري. ایران تر دې وړاندې هم هغه هېوادونه غندلي وو چې پر اسرایل د ایران د بریدونو غندنه یې کړې وه.
دا په نیژدې پینځو کلونو کې لومړی ځل دی چې خامنهيي عامه خطبه ورکړه.
هغه وروستی ځل د 2020م کال په جنوري کې د جمعې خطبه ورکړې وه او هغه هم هغه وخت شوې وه چې په بغداد کې د امریکا په برید کې د ایران د سپاه پاسداران انقلاب ځواکونو قوماندان قاسم سلیماني وژل شوی وو.
صدر بایډن وایي اسرایل تر اوسه ایران ته د حملې د جواب ورکولو پرېکړه نه ده کړې
د امریکې صدر جوبایډن د جمعې په ورځ وویل، اسرایل تر اوسه لا پرېکړه نه ده کړې چې د ایران د میزایلو حملې ته به څنګه جواب ورکړي او وایي اسرایل باید د ایران د تېلو زېرمې په نخښه نه کړي.
بایډن په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل، تمه لري چې کله هغوی د حملې پرېکړه وکړي له اسرایلي چارواکو سره به خبرې وکړي:
"اسرایلیان دې نتیجې ته نه دي رسېدلي چې دوی د برید په اړه څه کول غواړي. پر دې خبره بحث کېږي".
صدر جو بایډن د پنجشنبې- زیارت په ورځ ویلي وو، کېدای شي د اسرایل په جوابي اقداماتو کې د ایران د تېلو پر تاسیساتو باندې برید هم شامل وي.
خو د جمعې په ورځ یې بیا وویل، "که زه د دوی پر ځای وای، ما به د تېلو پر زېرمو له برید کولو پرته د نورو متبادلو ځایونو په اړه فکر کاوه."
اسرایل ګواښ کړی چې د ایران د لومړي اکتوبر میزایل حملو ته به جواب وایي، خو ایران خبرداری ورکړی که برید ورباندې وکړي نو د برید په جواب کې به بیا بریدونه ورباندې وکړي.
د اسرايل پوځ وايي د ایران برید ته د جواب ورکولو لپاره تیاري کوي
د اسرايل یو پوځي چارواکي د شنبې- خالي په ورځ وویل، پوځ یې پر اسرايل باندې د ایران د میزایلو بریدونو ته د جواب ورکولو لپاره تیاري کوي، خو د برید د څرنګوالي او کره وخت په اړه یې څه نه دي ویلي.
دغه اسرایلي چارواکي د نوم نه ښکاره کولو په شرط اې ایف پي ته ویلي، "د اسرايل پوځ پر خپل ملک او اسرایلي ملکي وګړو باندې د ایران بېساري او غیرقانوني برید ته د جواب ورکولو لپاره چمتووالی نیسي".
صدر بایډن هم پرون ویلي وو چې اسرایل تر اوسه ایران ته د جواب ورکولو لپاره پرېکړې نه ده کړې.
د هارټز په نوم د اسرایل یوې ورځپاڼې د پوځ په حواله ویلي چې د اسرايل جواب به "د پام وړ" وي. د ورځپاڼې په رپوټ کې راغلي:
"په دې اونۍ کې د تهران له خوا د توغندیو له برید وروسته د اسرايل پوځ په ایران کې د پام وړ برید لپاره تیاري کوي."
رپوټ زیاته کړې ده چې د اسرايل پوځ دا امکان هم نه دی رد کړی که پر ایران باندې برید وکړي نو کېدای شي له هغه وروسته ایران بیا پر اسرایل جوابي برید وکړي.