لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سپريم کورټ د ايين د 63 اې مادې د تشريح پخوانۍ فيصله کالعدم کړې


د پاکستان سپريم کورټ د ايين د 63 اې مادې د پخواني فيصلې ضد نظر ثانۍ خواستونه منظور کړي، او ويلي یې دي د منحرف يا اوښتو غړو اسمبلۍ کې ووټ به شمارل کيږي او مخکينۍ فيصله یې کالعدم کړې ده.

د چيف جسټس قاضي فايز عيسا په مشرۍ د پينځه کسيزه ججانو بنچ پرون په درېم اکتوبر د ايين د 63 اې مادې په اړه د نظر ثانۍ د قضيې اورېدنه کړې ده.

د سپريم کورټ د فيصلې سره د پخواني چيف جسټس عمر عطا بنديال په مشرۍ بنچ هغه فيصله ختمه شوې، په کومه چې ويل شوي، چې د يو پارلیماني ګوند د خوښې خلاف که د اسمبلۍ يو غړی ووټ ورکړي هغه به نااهله کولی شي او د هغه ووټ يا رای به هم نه شمارل کيږي.

د رپورټونو ترمخه، پرونۍ اورېدنه کې چيف جسټس ويلي، جج څوک دی داسې ويلو والا، چې کوم غړی اوښتی دی؟ دا د ګوند د مشر اختیار دی چې هغه څوک منحرف ګرځوي که نه ګرځوي، د اسمبلۍ غړي یا سیاسي ګوندونه د کوم جج يا چيف جسټس ماتحته نه وي، سياسي ګوندونه خپل مشر ته ماتحت وي.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند وکیل علي ظفر عدالت ته وړاندې شوی وو.

اډيشنل اټارني جنرل په اورېدنه کې ويلي، د ايين 63 اې مادې پخوانۍ فيصله د تضاداتو ډکه ده، يو اړخ ته ويل شوي ووټ بنيادي حق دی، ورسره بيا دغه بنيادي حق د پارټۍ په لارښوونه ختم کړل شوی هم دی.

وروسته عدالت د ايين 63 اې په اړه د سپريم کورټ بار اېسوسي اېشن او نظرثانۍ نور خواستونه منظور کړی، د منحرفو يا اوښتو اسمبلۍ غړو ووټ نه شمارلو فيصله یې کالعدم کړې ده.

سپريم کورټ په لنډه فيصله کې ويلي، تفصيلي فيصله به وروسته جاري کړل شي، فيصله پينځه ججانو په متفقه توګه کړې ده.

د کال 2022م د مې په 17مه نېټه د هغه وخت چيف جسټس عمر عطا بنديال په مشرۍ د پينځه کسيزه بنچ د ملک د صدر لخوا د ايين د 63 اې مادې د تشريح په اړه صدارتي رېفرنس باندې فيصله اورولې او ويل شوي وو، چې د اسمبلۍ منحرف يا اوښتي غړي ووټ به نه شمارل کيږي، او پارلیمان د دغه غړي د نااهلۍ د مودې په اړه قانون جوړولی شي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG