لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې په يوه ورځ د پوليو څلور نورې پېښې رپورټ شوي


Polio Explainer
Polio Explainer

پاکستان کې په يوه ورځ د پوليو څلور نورې پېښې رپورټ شوي، يوه پېښه د خېبرپښتونخوا په ډېره اسماعيل خان، دوه د سيند صوبې په جېکب اباد او بله د کراچۍ په ملير کې معلومه شوې ده.

د پوليو د مخنيوي د پروګرام پرون په اتم اکتوبر ناوخته د پوليو د نوو پېښو خبر ورکړی او ويلي يې دي، په ملک کې سږ کال تراوسه پورې د پوليو پېښې 32 ته ورسېدې.

د پوليو د مخنيوي په برخه کې د وزيراعظم فوکل پرسن عايشه رضا فاروق په ټول هيواد کې په میاندو پلارانو فوري غږ کړی، چې د پوليو وايرسو خورېدل د ماشومانو دپاره شديده خطره ده.

د نېشنل اېمرجنسي اپرېشنز سنټر رابطه کار محمد انوارالحق ويلي، په کومو ضلعو کې چې د پوليو پېښې مخې ته راځي، هلته په ماحولياتي نمونو کې د پوليو وايرس مثبت راروان دي، د کوم نه چې معلوميږي دغلته وايرس موجود دي.

هغې ويلي، د ويکسيو په اړه د مياندو پلارانو ناسمې فيصلې او غلط فهميانو په وجه ويکسين نه کېدلو د ترخو نتيجو سره مخ يو.

پاکستان د 28م اکتوبر په ټول ملک کې د پوليو ضد څاڅکو کمپاين پيلوي، چارواکو په مياندو پلارانو غږ کړی ماشومانو ته دې د پوليو ضد څاڅکي ورکړي.

پاکستان کې سږ کال تراوسه پورې د پوليو تر ټولو زياتې 16 پېښې بلوچستان صوبه کې رپورټ شوي، لس په سيند صوبه، څلور په خېبرپښتونخوا، يوه يوه په پنجاب او اسلام اباد کې تصديق شوي دي.

پاکستان کې د پوليو د مخنيوي چارواکي وايي، پاکستان او افغانستان يواځيني هيوادونه دي چرته چې د پوليو وايرس شتون لري، او که يو ځل د پوليو وايرس ختم شي د تل دپاره ختميږي ځکه د دې وايرسو په ختمولو ټينګار کولی شي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG