لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پښتون قامي جرګې اؤ خېبر د پېښې په اړه نن پېښور کې د حکومت اؤ سیاسي ګوندونو مهمه غونډه کېږي


د خېبر د پېښې اؤ د پي ټي ایم لخوا په ۱۱م اکتوبر د رابلل شوې قامې جرګې په اړوند نن د زیارت یا پنجشنبې په ورځ د صوبایي حکومت، د سیاسي ګوندونو د مشرانو اؤ د کورنیو چارو د مرکزي وزیر تر منځ یوه مهمه غونډه په پېښور کې کیږي.

د خېبر پښتونخوا وزیراعلا علي امین ګنډا پور ویلي نن کېدونکې دې غونډه ته د سیاسي ګوندونو صوبایي مشران رابلل شوي اؤ د کورنیو چارو وفاقي وزیر به هم پکې ګډون کوي.

دا غونډه وروسته له هغې رابلل شوې چې تېره ورځ خېبر کې امنیتي ځواکونو په ۱۱م اکتوبر د رابلل شوې پښتون قامي جرګې د منتظیمینو اؤ برخه والو په ضد کارروایي وکړه اؤ د پي ټي ایم د وینا له مخې په دغه کارروایۍ کې د هغوي درې فعالان ووژلی شول اؤ ګڼ نور ژوبل شوي دي.

وزیر اعلا ګنډا پور ویلي غونډه کې به د سیاسي مشرانو سره خېبر کې د رابلل شوې جرګې په اړه مشوره کولی شي.

هغه ویلي صوبایي حکومت غواړي چې ستونزه د خبرو له لارې هواره کړل شي.

خو د وزیراعلا ګنډا پور لخوا تر غونډې رابللو وړاندې د هیواد د کورنیو چارو وزیر ښاغلي محسن نقوي واضحه کړې ده چې حکومت به په هیڅ حال کې د یو متوازي عدالت د قایمولو اجازه چاته ورنه کړي.

د کورنیو چارو وزیر ویلي په پي ټي ایم بندیز لګول شوی اؤ څوک چې هم ددې ډلې سره همکاري کوي د هغوي پاسپورټونه اؤ شناختي کارډونه به بلاک کولی شي.

خو د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین بیا ویلي چې که د دنیا ټول قوتونه یې هم په ضد ودریږي خو دوي به په ۱۱م اکتوبر ارو مرو په خېبر کې قامي جرګه راجوړوي اؤ پښتنو نه یې په دې جرګه کې د ګډون غوښتنه کړې ده.

په سوشل میډيا خپل خپور کړي یو ویډیوي بیان کې منظور پښتین تور لګولی چې حکومت د پښتنو د یووالي د مخې نیولو لپاره خېبر کې د امنیتي ځواکونو له لارې د جرګې لپاره په ورټولو شوؤ فعالانو برید کړی درې کسان یې وژلي اؤ ګڼ نور ژوبل شوي دي.

پي ټي ایم اعلان کړی چې په یوولسم اکتوبر د قامي عدالت په نوم خېبر کې د ټولو پښتنو یوه ګډه قامي جرګه جوړوي خو له دغې جرګې وړاندې حکومت په پي ټي ایم بندیز لګولی اؤ دا یې یوه ناقانونه ډله ګرځولې ده.

د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي ویلي د زرګونو په شمیر کې د خلکو ځان سره راوستلو ته جرګه نه بلکې څه نور ویل کیږي.

هغه ویلي د پاکستان حکومت پرېکړه کړې ده چې په هیڅ صورت کې به چاته د متوازي عدالتي نظام اجازه نه ورکوي.

د کورنیو چارو وزیر ویلي د کالعدم پي ټي ایم په ضد د بندیز لګولو مهمه وجه ددې ډلې لخوا د ریاستي ادارو اؤ پولیسو په ضد پاروونکي شعارونه اؤ د نسلي توپير په اساس قام کې تفریق پیدا کول دي.

محسن نقوي ویلي په پي ټي ایم له بندیز وروسته د خېبر پښتونخوا حکومت د 54 کسانو اؤ د بلوچستان حکومت د 34 کسانو نومونه فورتهـ شیډول کې اچولي.

داخله وزیر ویلي"څوک چې د ملک خلاف وسله راپورته کوي اؤ د بیلتون خبره کوي هغه به زمونږ دښمن وي اؤ کوم ګوند چې د قانون په درشل کې پاتې کیږي اؤ خبره کوي هغه چې هر څومره تریخ وي زمونږ فرض دي چې خبره به ورسره کوؤ"

په پاکستان کې بیلا بیلو سیاسي ګوندونو، مدني ټولنې اؤ د بشري حقونو تنظیمونو په خېبر کې د ډزو په پېښه کې د پي ټي ایم د فعالانو په مرګ ژوبله سخت عکس العمل ښودلی اؤ په حکومت یې ټینګار کړی چې باید د پرامنه جرګې په برخه والو د طاقت د استعمال نه ډډه وکړي.

په پاکستان کې د بشري حقونو غیر دولتي کمیشن ایچ ار سي پي خپل یو بیان کې ویلي خېبر نه په ترلاسه شوؤ اطلاعاتو ژوره اندېښنه لري چرته چې د پي ټي ایم د سیوري لاندې قامي جرګه کېدونکې ده.

پخپل یو بیان کې ایچ ار سي پي ویلي، مونږ د غیر مسلح مظاهرینو په ضد د طاقت د غیر ضروري اؤ غیر قانوني استعمال مخالفت کوؤ .

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG