لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بونیر کې د پولیسو په ګاډي چاودنه کې څلور عسکر ژوبل شوي


Blast on Buner police
Blast on Buner police

امنیتي سرچینې وایي د خېبر پښتونخوا بونیر ضلعه کې د پولیسو په یو ګاډي بمي چاودنه شوې چې د یو افسر په ګډون پکې څلور پولیس ژوبل شوي دي.

د سیمې نه سرچینو وي او اې ډیوه ته ویلي، دا پېښه نن د چهارشنبې یا شورو په ورځ هغه مهال رامنځته شوې چې د بونیر د امبېلې پولیس چوکۍ عسکر کنکوئ سیمې ته روان وؤ.

د سرچېنو په وینا په لاره کې وړاندې نه د سړک پغاړه اېښودل شوي باردوي مواد د پولیسو په ګاډي چاودیدلي چې له امله یې د امبېلې پولیس چوکۍ مشر یا انچارج شاهد اؤ درې نور پولیس عسکر ژوبل شوي.

تر پېښې وروسته په ګڼ شمیر کې پولیس د پېښې ځاي ته رسیدلي اؤ د سیمې نه یې ګیره اچولې ده.

پولیس وایي چې پېښه کې ژوبل شوي عسکر د علاج لپاره د ډګر روغتون ته رسول دي .

په سمدستي توګه ددې پېښې ذمه واري چا پغاړه نه ده اخستې خو په تېرو وختونو کې په بونیر کې د تحریک طالبان وسله وال زیات فعال پاتې شوي وؤ.

تر دې پېښې دوه ورځ وړاندې هم د امبېلې په حدودو کې د پولیسو د یو لوړ پوړي افسر یا ډي ایس پي مسلم شاد کور په بارودي موادو الوځول شوی ؤ خو په دغه پېښه کې کومه مرګ ژوبله نه وه رامنځته شوې.

په دې وروستیو کې د خېبر پښتونخوا په بیلابیلو سیمو کې په امنیتي ځواکونو د بریدونو لړۍ زیاته چټک شوې اؤ د ګل یا دوشنبې په ورځ په بنو کې وسله والو په پولیس لاین ډله ییز برید کړی ؤ چې پکې څلور پولیس وژل شوي وؤ.

پولیسو دعوه کړې وه چې ددغه برید په مهال یې عملیاتو کې پینځه وسله وال هم وژلي دي.

د غېر دولتي څیړنیزې ادارې [پيکس] د رپورټ ترمخه تېر د ستمبر په میاشت کې پاکستان کې 77 ترهګریزې حملې شوي اؤ په دې کې تر ټولو زياتې 47 حملې خېبرپښتونخوا صوبه کې شوي دي.

په رپورټ کې ويل شوي، په 77 بريدونو 77 کسان وژل شوي، چې پکې 38 امنيتي اهلکار، 23 ملکي وګړي او 16 جنګيالي شامل دي.

د رپورټ ترمخه، د پاکستان امنيتي ځواکونو 34 مشکوکه جنګيالي وژلي او 16 یې نيولي دي.

پيکس ويلي، خېبرپښتونخوا کې په 47 حملو کې 54 کسان وژل شوي، او قبايلي ضلعې د ترهګرۍ نه تر ټولو اغېزمنې پاتې شوي، په قبايلي ضلعو کې 26 حملو کې 37 کسان وژل شوي دی.

د پيکس په رپورټ کې ويل شوي، د ستمبر په میاشت کې بلوچستان صوبه کې 27 حملې شوي، 22 کسان پکې وژل شوي او 48 پکې ژوبل شوي دي. په اګست کې په 43 حملو کې 125 کسان وژل شوي وو.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG