د چين صدر شي جين پينګ ويلي، د چیڼ او امریکې ترمنځ کومه کاميابه ملګرتيا، شراکت داري به دواړو هيوادونو ته موقع ور برابره کړي چې د يو بل په پرمختګ کې مرستندويه وګرځي، نه چې د يو بل په لاره کې خنډ جوړ شي.
د امریکې چين قامي کمېټۍ بيجينګ کې يوې غونډې دپاره پيغام کې د چين صدر ويلي،
"چين لېواله دی چې د امریکې شراکت دار او دوست جوړ شي، دې سره به نه يواځې دواړو هيوادونو بلکې نړۍ ته هم ګټه وي".
شي زياته کړې، د چین او امريکې دوه اړخيزه اړيکې د نړۍ دپاره داسې مهمې دي چې د ټولو انسانانو په راتلونکي او قسمت به یې اغېزې وي.
د امریکې او چین ترمنځ د ملي امنيت په چارو، تجارتي لانجو او چين په بحېره جنوبي چين او تايوان سره نزدې په پوځي مشقونو اختلافات روان دي.
د دواړو هيوادونو تجارتي اړيکې هم د تېر کال راهسې خرابې دي.
شي جین پینګ ويلي،"چین تل د امریکې سره اړیکې د يو بل احترام، دوه اړخيزه امن، او ګټورو همکاریو په اصولو ولاړې چلولې دي، او تل یې باور کړی چې د چین او امريکې کاميابي د دواړو لپاره یوه موقع ده".
د دې خبر معلومات د رویټرز څخه اخستل شوي
Forum