لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کارپوهان وایي په غزه کې د قحطۍ خطره برقراره ده


د خوراک د تحفظ په اړه یو رپوټ چې ملګري ملتونه یې حمایت کوي، د زیارت/پنجشنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې د غزه پټۍ اکثره اوسېدونکي به په آینده میاشتو کې د بېړنۍ درجې لوږې له خطرې سره مخامخ شي او د ژمي موسم په رارسېدو او د مرستو په کمېدو سره، هغه پټۍ کې د قحطۍ خطره برقراره ده.

د ملګرو ملتونو سېکرېټري جنرل انټونیو ګوتېرش په اېکس پلېټفارم (پخواني ټوېټر) باندې ولیکل چې، "قحطي راروانه ده. دا قابل برداشت نده."

ګوتېرش زیاته کړه چې غزې پټۍ ته تلونکې لارې باید سمدستي پرانېستلی شي، بیوروکراټېک خنډان باید په فوري توګه له مخې لېرې کړی شي، او قانون او نظم پرځای کړی شي چې د ملګرو ملتونو ادارې وکړی شي امداد ورسوي. د آئي پي سي په نوم د خوراک د تحفظ درجه بندۍ په تازه رپوټ کې پېشګویي شوې ده چې په راتلونکو څو میاشتو کې به درې لکه پنځه څلوېښت زره (۳۴۵۰۰۰) فلسطینیان د تباه کنه یا پنځمې درجې لوږې سره مخامخ شي. رپوټ زیاتوي چې د دې نه علاوه نور اته لکه شپږ اویا زره (۸۷۶۰۰۰) یا د غزې ۴۱فیصدي آبادي به یوه درجه ښکته، یعنې په څلورمه درجه بېړنۍ لوږې سره مخامخ وي.

د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو هائی کمېشنر وولکر تورک خبریالانو ته وویل چې د یاد رپوټ نتیجه ګیرۍ، ډېرې وېروونکې دي.

وولکر تورک په نیویارک کې یو خبري کنفرانس ته وویل: "دا نتیجه ګیرۍ ښي چې په راتلونکو میاشتو کې توقع شته چې په تباه کنه درجه لوږه کې راګېر خلکو شمېر به دوه برابره زیاته شي او په ټوله غزه کې د قحطۍ خطره برقراره ده."

د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر دا هم وویل چې د لوږې دا بحران "په اصل کې د اسرائیلي چارواکو لخوا د ترسره شوو فیصلو نتیجه ده". هغه خبرداری ورکړ چې د عوامو وږي ساتل د وسلې په حیث استعمال، یو جنګي جرم ګڼل کیږي.

وولکر تورک وویل: "اسرائیل د یو اشغالګر طاقت په حیث، د عالمي بشري قانون یا آی اېچ اېل ترمخه دا ځانګړې ذمه واري لري چې غزې ته ضروري خوراکي مواد، طبي وسایل او نور د اړتیا سامانونه منتقل کړي او د خپلو ټولو امکاناتو په کارولو سره د بشري امداد دپاره سهولت مهیا کړي."

آئي پي سي یا د خوراک د تحفظ د درجه بندۍ په رپوټ کې ویل شوي چې په عمومي صورت د غزې ۹۱ فیصدي وګړي – یا قریب دوه میلینه فلسطینیان به د خوراک د تحفظ له پلوه ډېرې سختۍ وګالي. په دې کې، د رفح ښار چې آبادي یې کمه ده او د غزې شمالي علاقو کې به د خوراک د نشتون ستونزې ممکن ډېره وي.

آئي پي سي دا هم ویلي چې د مئې او اګست میاشتو ترمنځ په بشري امداد او تجارتي سپلائي کې موقتي اضافې په غزه کې د خوراکي تحفظ او غذائيت ستونزو په حل کې یو څه مرسته وکړه، مګر په سپټمبر میاشت کې دومره په کم حجم تجارتي او بشري امداد غزې ته پرېښودل شو چې د مارچ میاشتې راهېسي دومره کم هېڅ کله هم نه و.

غزې ته د بشري امداد پیمانه هېڅ کله هم هغه اندازې یا مستقل مزاجۍ ته نده رسېدلې چې د تېر یو کال جنګ راهېسي یې ملګرو ملتونو تقاضا کړې ده.

د شورو/چهارشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د بشري امداد نګرانې مشرې جواېس مسویا د سېکوریټي کونسل اجلاس ته وویل چې د اکټوبر په اولو دوو هفتو کې هېڅ غذایي مرسته د غزې شمالي علاقې ته نده داخل شوې او هلته کې ټول بنیادي ضروریات په ختمېدو دي.

جوایس مېسویا وویل: "هر ځل چې د امداد رسولو د یو مېشن مخه نیولی کیږي، په سیمه کې د ضرورتمندو خلکو ژوند ته نوره هم لویه خطره پېښیږي."

اسرائیل دا خبره نه مني چې ګني غزې ته د امداد مخه نیسي یا یې محدوده کوي، او ډېر حماس ډله قصور واره ګڼي.

د اسرائیل سفیر د سېکوریټي کونسل په غونډه کې وویل: "اصلي مشکل حماس دی. دغه ترهګر تنظیم، هغه مرسته چې غزې پټۍ ته داخل کیږي، هغه غلا کوي، ذخیره کوي یې، او خرڅوي یې، او د خپل ترهګر مشین خوراک دپاره یې استعمالوي، د غزې خلکو خوراک ته یې نه استعمالوي."

د خوراک عالمي پروګرام (ډبلیو اېف پي) د زیارت/پنجشنبې په ورځ وویل چې د محفوظه او دوامداره رسایۍ بغیر، دوی نشي کولی چې د اړتیا په مقدار مرستې غزې ته ورسوي. ډبلیو اېف پي یو ځل بیا د ډزبندۍ غوښتنه وکړه.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:00:00 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG