لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ملګرو ملتونو دفتر، یوناما د ایران په سرحد د افغان کډوالو د مبینه وژنو په اړه د پلټنو غوښتنه وکړه


پس د هغه چې د ایران په سرحد باندې د یوه ډله افغان کډوالو د وژل کېدو دعوې په ځینو رسنیو خپرې شوې، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه مېشن دفتر – یوناما – مطالبه کړې ده چې د دې دعوه کړی شوې پېښې په باب دې پلټنې وشي.

یوناما د زیارت/پنجشنبې په ورځ یو بیان جاري کړ او په کې یې وویل چې "د اکتوبر له ۱۴ څخه تر ۱۵ نیټې پورې د ایران د سیستان ولایت، سرباز ولسوالۍ، د کلا ګان په سرحدي سیمه کې د یوې پیښې په اړه خپله ژوره اندیښنه څرګندوي چې د ادعاوو له مخې د افغان مهاجرینو پر یوې لویې ډلې ډزې شوي چې په پایله کې یې افغان مهاجرینو ته مرګ ژوبله اوښتې."

یوناما پخپل بیان کې زیاته کړې چې د دغې پیښې په اړه "د بشپړو او شفافو څیړنو" غوښتنه کوي.

د ملګرو ملتونو مېشن په ټولو اړخونو غږ کړی چې د کډوالو، مهاجرینو، او پناه غوښتونکو حقونه د نړېوالو قوانینو ترمخه، خوندي کړي.

په بیان کې دا وضاحت ندی ورکړی شوی چې په افغان کډوالو چا ډزې کړې دي.

د افغانستان خصوصي ټي وي، طلوع نیوز او نورو افغان رسنیو د عیني ګواهانو په حوالې سره خبر ورکړی چې

ګني د دوه سوو نه زیات افغانان چې په غیرقانوني توګه یې ایران ته د ننوتلو کوشش کولو، د ایران په خاوره کې ورباندې ډزې شوي او ګڼ شمېر یې "وژل شوي دي."

افغانستان کي د ایران سفیر حسن کاظمي قمي په سوشل مېډیا باندې، د لسهاوو غیرقانوني افغان کډوالو د مرګ خبر رد کړی دی.

طلوع نیوز د ایران د انساني حقونو د یو تنظیم (حال وش) په حوالې سره خبر ورکړی چې د ایران د سرحد د حفاظت ځواکونو په افغان کډوالو ګوله بارۍ کړي دي.

افغانستان کې د طالبانو حکومت تر اوسه د دې واقعې تصدیق او یا تردید ندی کړی، خو د دوی د حکومت یو ویاند حمد الله فطرت ویلي چې دوی د دې خبر د معلومولو دپاره پلټنې پیلې کړي او د درېیو امنیتي ادارو مشتمل یوې کمیټې ته د دې پلټنو ذمه واري سپارل شوې ده.

دا رپوټ د وي او اې اردو وېب سایټ نه اخېستل شوی دی.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:00:00 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG