لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسرايل په لبنان کې د حزب الله مالي ډله په نخښه کړې


د لبنان مطبوعاتو ويلي، اسرايل د اتوار، يکشنبې په ورځ ، د هیواد يواځيني هوايي ميدان ته نزدې د حزب الله سره اړونده مالي ډلې څانګې په هدف کړي، دا وروسته له هغې چې اسرايل خبرداری ورکړی وو، په القرض الحسن څانګو به بريد وکړي.

دغه بريدونه د هغو عملياتو لړۍ ده چې اسرايل د يو کال نه زياتې مودې راهسې د ايران ملاتړې ډلې حزب الله پرضد پيل کړې او تېر د ستمبر په میاشت کې پکې تېزوالی راغلی دی.

د لبنان سرکاري خبري ادارې [اېن اېن اې] ويلي، د بيروت په جنوب کې د اسرایل په 11 بريدونو کې د القرض الحسن اهداف په نخښه کړل شوي، اسرايل ويلي، دوی د اسرايل ضد حزب الله مالي مرستې کوي.

د اسرايل د دفاع وزیر يوو ګېلنټ ويلي، لبنان کې د حزب الله ضد بريدونه سېوا کوي او هغه ځايونه تباه کوي کوم چې د اسرايل ضد حملو دپاره کارول کيږي.

د اسرایل د دفاع ځواکونو په خلکو غږ کړی د القرض الحسن د دفترو او ځايونو څخه لرې وځي.

اېن اېن اې ويلي، بريد د بيروت هوايي ميدان سره نزدې شوی، دغه د بشري مرستو راتلو مرکز دی، او د شخړې څخه وتونکو غټه لاره ده.

اې اېف پي خبري ويډيوز کې د هوايي ميدان د رن وی سره نزدې او د بريد د ځای څخه لوګي پورته کېدل، او په بريد کې د ودانۍ په نخښه کېدل او د ملبې څخه د خلکو ویستل ليدل کيږي.

د اې اېف پي خبریال ترمخه، په نخښه کړل شوې ودانۍ د القرض الحسن وه.

اېن اېن اې ويلي، د لبنان ختيځ کې او جنوب کې هم هوايي بريدونه شوي دي، او د ياد ګروپ د اهدافو په نخښه کېدو ويل شوي دي.

امریکې په القرض الحسن بنديز لګولی، چې دغه ډله د حزب الله مالي هلې ځلې پټوي او نړیوال مالي نظام ته رسايي لري.

اسرايل ويلي، د دغو بريدونو مقصد د حزب الله مالي توان ختمول دي.

د خبر معلومات د اې اېف پي څخه اخستل شوي

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG