دا وخت پاکستان د موسمي بدلونونو سره مخ هېواد دی چې د هغې نيغ په نيغه اغيزې د خوراکي توکو په پيداوار پرېوتې دي. د خوراک د کمي رامخې ته کيدو خطر شته خو د دې د مخنيوې لپاره غيرسرکاري سازمانونو کرونده ګرو ته د غنمو نوي تخمونه او خاورې سرې ورکوي. ملک وقاص يې تفصيل راکوي.