امریکې د ترکي په حکومت واضحه کړې، چې د حماس سره نور داسې ډول معاملات نه شي چلېدی، دا خبره د امریکې د بهرنيو چارو د وزارت وياند مېتهيو ميلر د ګل، دوشنبې په ورځ په خبري غونډه کې کړې ده.
د نوموړي نه د حماس د مشرتابه د قطر څخه ترکي ته منتقل کېدو پوښتنه شوې ده، هغه په ځواب کې د دغو رپوټونو تاييد نه کړی، خو ويلي یې دي، دې سره اختلاف نه شي کولی او زياته کړې یې ده، واشنګټن به د ترکي په حکومت واضحه کړي چې د حماس سره نور د معمول ترمخه معاملات نه شي کېدی.
ميلر ويلي، "د څه حده پورې مې دغه رپوټونه ليدلي دي، چې د حماس ځینې مشران چې په قطر کې وو، اوس ترکي ته منتقل شوي دي. زه د دې خبرونو رد نه شم کولی، زه د امریکا په حواله خبره کولی شم، هغه دا چې مونږ په دې يقین نه ساتو چې د يوې ترهګرې ډلې مشرتابه چرته په ارامه اوسي".
د ترکي، حماس او قطر غبرګون
د ترکي يوې سفارتي سرچينې د ګل په ورځ دا خبرونه رد کړي دي چې حماس خپل سیاسي دفتر ترکي ته منتقل کړی دی.
د سرچينې ترمخه، "د حماس سياسي مشران غړي وخت په وخت د ترکي سفرونه کوي، او د حماس د سیاسي مشرتابه ترکي ته منتقل کېدو دعوې رښتيا نه دي".
قطر تېره اوونۍ حماس او اسرايل ته ويلي وو، په غزه کې د جنګ بندۍ او يرغماليانو د خوشي کولو د تړون پورې به د مینځګړي په توګه هڅې تر هغې ځنډولې ساتي څو پورې چې دواړه خواوې اماده شوي نه وي.
دوحه ويلي، داسې رپوټونه چې دوی د حماس مشرتابه ته د قطر پرېښودو ويلي، سم نه دي.
د ګل په ورځ حماس هم دغه رپوټونه رد کړي دي.
د حماس په اړه د امریکې دريځ
مېتهيو ميلر ويلي، حماس يو سخت دريځه ترهګر تنظيم دی، څو امريکايان یې وژلي، او اوس ورسره هم اووه امریکايان يرغمال دي.
هغه ويلي، "تر څو چې دا خبره ده چې د حماس غړي په ترکي کې يا په کوم بل هيواد کې دي، په دوی کې په ځينو امریکې بنديزونه لګولي دي، او مونږ ګڼو چې دوی دې امریکې ته وسپارل شي".
د دې خبر معلومات د رويټرز څخه اخستل شوي
Forum