لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پي ټي آی اسلام اباد کې د احتجاج اعلان، حکومت وايي د احتجاج مقصد فساد او ګډوډی جوړول دي


پاکستان تحریک انصاف ګوند، پي ټي آی په 24م نومبر اسلام اباد کې د احتجاج اعلان کړی، خو حکومت وايي، د ياد احتجاج مقصد په ملک کې فساد او ګډوډی جوړول دي، د هیڅ ډول احتجاج او پرلت اجازت نشته، که چا سرغړونه وکړه او قانون یې په لاس کې واخستو، پرضد به یې سخته کارروايي کولی شي.

د پاکستان تحریک انصاف د باني او پخواني وزيراعظم عمران خان مېرمن بشرا بي بي تېره شپه په يو ويډيو پېغام کې ويلي، په 24م نومبر دې د پاکستان ټول خلک په احتجاج کې شامل شي، دا يواځې د عمران خان جګړه نه ده بلکې د حقیقي ازادۍ جګړه ده.

خو د پاکستان د اطلاعاتو وزير عطا تارړ ويلي، د دغه احتجاج مقصد فساد او ګډوډی جوړول دي او د اسلام اباد هايکورټ حکم کړی او د هيڅ ډول احتجاج او پرلت منع یې کړې ده.

نوموړي تور لګولی، پي ټي آی د خپل سياسي احتجاج دپاره د سرکاري وسایلو بې درېغه استعمال کوي، د احتجاج د لارې اېن ار او غواړي او چې کله هم کوم بهرنی وفد پاکستان ته راځي، نو پي ټي آی د احتجاج اعلان کوي.

نوموړي ویلي، د کورنيو چارو وزارت، چيف سيکرټري او د خېبرپښتونخوا پوليس مشر ته خط ليکلی، چې سرکاري مشينري د احتجاج دپاره ونه کارول شي.

عطا تارړ تحریک انصاف د تحريک انشتار په نوم ياد کړی دی.

هغه ويلي، په 25م نومبر د بېلاروس صدر پاکستان ته راځي او له هغې وړاندې په 24م نومبر د بېلاروس وفد راځي.

پاکستاني مطبوعاتو پرون خبر ورکړی چې د تحریک انصاف ګوند او حکومت ترمنځ مذاکرات کیږي.

خو بشرا بي بي ويلي، د احتجاج په اړه اوازې خوريږي چې بدل شوی، خو د چا سره مذاکرات نه کيږي او د 24م نومبر نېټه به نه بدلیږي، دا به يوازې د عمران خان د خوشي کولو په صورت کې بدلولی شي.

د پاکستان د کورنيو چارو وزير محسن نقوي ویلي، د خبرو په حق کې دی خو په ګواښونو خبرې نه شي کېدی، او د تحریک انصاف د باني سره هیڅ ډول مذاکرات نه کيږي.

پاکستاني مطبوعات وايي، د پي ټي آی د احتجاج د اعلان وروسته پايتحت اسلام اباد کې د غټو سړکونو د بنديز دپاره کنټېنرې اېښودل شوي، لارې به پرې بندولی شي، او د سرچينو له قوله دا هم ويل شوي چې حکومت د 23م نومبر نه په اسلام اباد، خېبرپښتونخوا او پنجاب کې د انټرنېټ او موبايل فون سروس بندولو فيصله هم کړې ده.

له دې وړاندې په پينځم اکتوبر هم پي ټي آی اسلام اباد کې احتجاج اعلان کړی خو هغه وخت د خېبرپښتونخوا قافلو په لاره کې خنډان اچول شوي، او اسلام اباد کې هم لارې تړل شوې او بيا د امنيت دپاره پوځ ور بلل شوی وو.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د پينځم او شپږم اکتوبر په مينځنۍ شپه کې ويلي وو، د پي ټي آی له احتجاج څخه د دغه ګوند 564 فعالان نیول شوي چې پکې 11 د خېبر پښتونخوا پولیس هم شامل وو.

په ډي چوک اسلام اباد کې رسنیو ته د کورنیو چارو وزیر ویلي وو، په اسلام اباد د خېبر پښتونخوا د وزیراعلا په مشرۍ کې حمله شوې ده او هڅه یې کوله چې څه ځاني زیان وشي خو له نېکه مرغه داسې هیڅ پېښه نه ده شوې.

پي ټي آي هغه وخت ويلي وو پرامنه احتجاج کوي او ډي چوک ته ځان رسوي.

هغه وخت د خېبرپښتونخوا د وزیراعلا علي امين ګنډاپور د نیول کېدو دعوه هم شوې خو وروسته هغه د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ کې ناڅاپه ښکاره شوی وو.

د وي او ای ډیوه وېټس اېپ اېپليکېشن
د وي او ای ډیوه وېټس اېپ اېپليکېشن

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG