لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ګنډاپور: "حمله راباندې شوې غړي مو وژل شوي"، عطا تارړ: "د مړو ثبوتونه دې وړاندې کړي"


د خېبرپښتونخوا وزیراعلا علي امين ګنډاپور وايي، "په ما باندې قاتلانه حمله شوې، د سوونو په شمېره کې غړي مو وژل شوي او د زرګونو په شمېره کې نيول شوي دي". خو د پاکستان د اطلاعاتو مرکزي وزیر عطا تارړ ويلي، "په احتجاج کې د وژنو پروپېګنډه کيږي، د مړو ثبوتونه دې وړاندې کړل شي".

د اسلام اباد پوليسو او انتظاميې ويلي، د تحریک انصاف 954 احتجاج کوونکي یې نيولي دي.

د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي وويل، "د 31م دسمبر نه وروسته به په اسلام اباد کې افغان وګړي نه اوسيږي".

پاکستان تحریک انصاف ګوند په 24م نومبر د اسلام اباد په ډي چوک کې د احتجاج اعلان کړی وو، د خپل باني غړي عمران خان د خوشي کولو، 26م اييني بدلون بيرته اخستو سره یې انتخاباتو کې د درغلیو د تورونو د پلټنو لپاره د خپلواکه کمېشن جوړولو غوښتنې کولې.

د تحریک انصاف ګوند قافلې د خېبرپښتونخوا او ملک د نورو سيمو څخه اسلام اباد ته روانې شوې وې، د خېبرپښتونخوا څخه د قافلو مشري علي امين ګنډاپور او د عمران خان مېرمن بشرا بي بي کوله، خو په لارو کې د خنډانو، رېنجرز او پوليسو سره نښتو وروسته يادې قافلې پرون په 26م نومبر ناوخته ډي چوک ته رسېدلې وې.

مرکزي حکومت د امنيت دپاره په اسلام اباد کې پوځ په ځای کړی او دعوه یې کړې وه چې تېره شپه د پي ټي آی په احتجاج کې شامل يو ګاډی په رېنجرز عسکرو ورخېژول شوی، د درې رېنجرز عسکرو په ګډون یې پينځه اهلکار وژلي وو.

بېګا شپه بیا د تحريک انصاف د احتجاج کوونکو پرضد عمليات شوي، حکومتي وزيرانو ويلي وو، علي امین ګنډاپور او بشرا بي بي احتجاج کوونکي په ځای پرېښودي او تښتېدلي دي.

پي ټي آی بیا ويلي وو، علي امين ګنډاپور او بشرا بي بي مانسهرې ته رسېدلي، او علي امين ګنډاپور به په مانسهره کې پرېس کانفرنس کوي.

پي ټي آی د خپلو ګڼو غړو د وژنې دعوې کړې او په ټولنيزو رسنیو ويډيوز خپرې شوي، په اسلام اباد کې د پي ټي آی د احتجاج په ځای مات ګاډي ليدل کيږي، حکومتي وزیرانو ویلي وو، د احتجاج کوونکو څخه ډي چوک پاک کړل شوی او تړلې لارې پرانستل شوي دي.

د پي ټي آی د احتجاج دپاره اسلام اباد ته تلونکې لارې موټر وی او ګڼې نورې لارې په کنټېنرو تړل شوې وې.

علي امین ګنډاپور درې بجې ناوخته په مانسهره کې خبري غونډې ته وويل،"مونږ پرامنه احتجاج کولو، په ما قاتلانه حمله شوې، په سوونو غړي مو وژل شوي او په زرګونو نيول شوي دي، زمونږ احتجاج يو تحريک دی او دا به روان وي".

نوموړي د وژنو او نيول شوو کره شمېره ونه ويله.

خو د اطلاعاتو مرکزي وزير عطا تارړ مطبوعاتو سره خبرو کې ويلي، "اسلام اباد ته وسله په لاس شرخوشي راغلي وو، د احتجاج کوونکو لخوا تشدد شوی او وژنې شوي دي، په ټولنيزو رسنیو د وژنو پروپېګنډا کيږي، د مړو ثبوت دې وړاندې کړل شي".

تارړ هم د وژنو شمېرې نه دي ویلي.

له دغې وړاندې د اسلام اباد پوليسو مشر [آي جي] ناصر رضوي د کمشنر محمد علي رنداوا سره ګډې خبري غونډې ته ويلي وو، اسلام اباد کې د احتجاج په درېو ورځو کې 954 کسان نیول شوي دي.

هغه دعوه کړې په احتجاج کوونکو کې غېر ملکيان هم شامل دي، 19 پرون او 37 افغان وګړي له دغې وړاندې نيول شوي وو.

هغه وويل، بې د اجازته به افغان وګړي اسلام باد کې نه پرېږدي، 200 ګاډي او 39 وسلې په ولکه کې اخستل شوي، د 50 نه زیات پوليس ژوبل شوي دي.

په وروستيو کې د کورنیو چارو وزير محسن نقوي وويل، د 31م دسمبر وروسته به د اسلام اباد حدودو کې افغان وګړي نه اوسي او که پاتې کيږي د مرستيال کمشنر نه به اجازت نامه اخلي.

هغه وويل، اسلام اباد کې حالات نزدې عادي حالت ته راغلي، "علي امين ګنډاپور تښتېدلی او د هغې وروسته بيا پروپېګنډا پيل شوې چې 33 جسدونه په يو روغتون کې او دومره په بل کې دي، د سهار راهسې په روغتونونو ګرځي جسدونه ګوري".

نقوي زياته کړه، د پوليسو سره ټوپکې نه وې، دوی د خپل شرم پټولو دپاره لارې ګوري. "په عزت سره تللي دي دا ورله ډېره ده".

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG