لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عوامي نېشنل ګوند: د 26م نومبر وروسته اسلام اباد کې بې ګناه پښتانه نيول کېږي


عوامي نېشنل ګوند خبري غونډه
عوامي نېشنل ګوند خبري غونډه

عوامي نېشنل ګوند تور لګولی، د تحريک انصاف ګوند د 26م نومبر د احتجاج وروسته اسلام اباد کې د خېبرپښتونخوا خلک ځورول کېږي، په زرګونو بې ګناه پښتانه نيول شوي او بندي کړل شوي دي.

د اسلام اباد په نېشنل پرېس کلب کې د عوامي نېشنل ګوند مرکزي وياند انجينير احسان الله خان او نورو مشرانو خبري غونډه کې وويل د پاکستان تحريک انصاف د احتجاج وروسته په اسلام اباد کې د اوسېدونکو پښتنو ستونزې زياتې شوي دي.

دوی وويل، څوک چې په احتجاج کې موجود وو د هغوي په ضد دې د قانون ترمخه مقدمې درج کړل شي خو د بې ګناه پښتنو او افغانانو ځورول دې بند کړل شي.

د ګوند مرکزي وياند انجنېر احسان الله وويل، "احتجاج په پاکستان کې تر اوسه جرم نه دی ګرځول شوی، که چري حکومت د احتجاج په بنياد په لويه کچه خلک نيسي، بيا په دې کې فرق کوي چې د يو ګوند د خاصې صوبې سره تعلق لرونکي خلک به په نخښه کېږي نو د دوی ګوند به د دې په ضد غږ پورته کوي".

دوي تور ولګوو چې اسلام اباد پوليسو ته د 16زره نه تر 18زره پورې پښتنو د نيوله ذمه واري ورکړل شوې ده.

د خېبرپښتونخوا د اسمبلۍ پخوانۍ غړې ثمرهارون بلور وويل، "چا چې په اړي ګړي کې برخه نه ده اخستې، رياست حق نه لري چې دغه خلک ونيسي، دا غريب خلک او مزدوران دي. د خېبرپښتونخوا د يخو سيمو نه د خراب موسم او د جنوبي سيمو نه د ترهګرۍ له امله د روزګار په غرض اسلام اباد ته راغلي".

هغې وويل، دوی د دغو نيولو غندنه کوي او وې ويل چې د ګوند وکيلان به د نيول شوو خلکو لپاره عدالتونو ته وړاندې کېږي.

عوامي نېشنل ګوند دغه خبري غونډه په داسې وخت کې کړې، چې په خېبرپښتونخوا کې حکومتي واکمنه ګوند پاکستان تحريک انصاف په 26م نومبر د ګوند د مشر عمران خان لپاره اسلام اباد کې احتجاج کړی وو.

په دې ورستيو کې رويټرز خبري ادارې د اسلام اباد د پوليسو د مشر په حواله ويلي وو، د دغه احتجاج وروسته شاوخوا 1000 کسان نيول شوي دي.

پاکستان تحريک انصاف بيا دا تور هم لګوي چې په دې پېښه کې د دوی کارکنان وژل شوي او بې درکه کړل شوي دي خو د مرکزي حکومت له خوا تر دې دمه دغه تورونه رد شوي او د مړو په حواله هېڅ شمېره نه ده ښودل شوې.

په ټولنيزو رسنيو هم په اسلام اباد پوليسو دا تور لګول کېږي چې دوي په پنډۍ او اسلام اباد کې کارکوونکي پښتانه نيسي، جېلونو کې يې بندوي او ځوروي خو د اسلام اباد پوليسو له خوا په ځواب کې ويل شوي دوي هېڅ بې ګناه تن نه دی نيولي او نيول شوي کسان د 26م نومبر په اړي ګړي کې ککړ دي.

دوه ورځې وړاندې د خېبرپښتونخوا وزيراعلا علي امين ګنډاپور په دغې اړه وزيراعظم شهباز شريف ته خط هم ليکلی چې اسلام اباد کې پښتانه ځورول کيږي، نيول شوي پښتانه دې زر خوشي کړل شي.

مرکزي وزیرانو له دې وړاندې ويلي، په 26م نومبر تحريک انصاف ګوند په اسلام اباد حمله کړې، اړی ګړی یې جوړ کړی او شرخوښي یې نيولي دي.

د اسلام اباد هايکورټ وکيل عبدالرحيم وزير وايي د پاکستان د ايين ترمخه د پوليسو له خوا په دا رنګ نيول د بشري حقونو سرغړونه او غېرقانوني عمل دی.

هغه تور ولګوو چې کوم کسان نيول شوي وو، دوی سره داسې ثبوتونه هم شته چې نيول شوي کسان په پېسو خوشي کړل شوي دي.

د عوامي نېشنل ګوند په خبري غونډه کې د ګوند مشرانو په حکومت غږ وکړو چې د دا رنګ ګامونو سره په ولس کې د حکومت او ادارو په ضد کرکه لا زياتېږي، بايد د هغو خلکو په ضد ګامونه پورته کړل شي چې په اسلام اباد کې يې اړی ګړی کړی وو.

په خبر کې ځينې معلومات د ډيوه خبريال فضل عزيز شريک کړي

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG