لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امريکا: پاکستان دې د ترهګرۍ ضد عملیاتو کې د ملکي وګړو د وژلو ډډه وکړي


State
State

امریکې ویلي، په هغو رپورټونو خبر ده چې پاکستان په افغانستان کې پوځي عملیات کړي، او په دغو عملياتو کې د ماشومانو په وژنه اندېښنه لري.

د وي او اې د پوښتنې په ځواب کې د امریکې د بهرنيو چارو وزارت ویلي، په دغو رپورټونو خبر دي چې پاکستان په افغانستان کې د لاقانونه ګرځول شوې ډلې (تحریک طالبان پاکستان) په کېمپ هوايي بريد کړی دی.

خو امريکا په دغو عملياتو کې د ماشومانو د وژنې په رپورټونو اندېښنه لري.

د بهرنيو چارو د وزارت بيان کې ویل شوي، پاکستان د څو لسيزو راهسې د ترهګرۍ حملو او په وروستيو کې د ټي ټي پي په حملو کې د دروند تاوان سره مخ شوی، خو امریکا په پاکستان ټينګار کوي چې د ترهګرۍ د مخنيوي عملياتو کې ملکي وګړي ونه وژل شي.

په 24م دسمبر افغانستان کې واکمنو طالبانو ويلي وو، پاکستان د پکتيکا برمل ولسوالۍ کې بمباري کړې، د ماشومانو او ښځو په ګډون پکې 46 کسان وژل شوي وو.

طالبانو دغه بريد غندلی او ویلي یې وو، دغه بريد به ځوابه پرې نه ږدي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوڅ پرون په 26م دسمبر اوونيزه خبري غونډه کې وويل، د پاکستان دپاره سفارتي اړيکو کې افغانستان تل په سر کې پاتې شوی دی، تجارت او اړیکې یې د ايجنډې په سر کې دي.

هغې وویل، "زمونږ د افغانستان سره په پوله ځينې پېښې شوي دي"، خو په دغه اړه یې نور تفصيل ونه ويلو، چې دغه پېښې کله شوي دي.

امریکې په افغانستان کې واکمنو طالبانو باندې هم ټينګار کړی چې خاوره یې د ترهګرۍ دپاره ونه کاريږي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG