پاکستان کې د پوليو دوه نورې پېښې رپورټ شوي، په ملک کې سږ کال تراوسه پورې د پوليو د رپورټ شوو پېښو شمېره 67 ته ورسېده. تازه پېښې خېبرپښتونخوا او سيند صوبه کې معلومې شوي دي.
د پوليو د مخنيوي پروګرام ویلي، تازه پېښې پرون په 26م دسمبر رپورټ شوي دي.
ویل شوي، يوه پېښه د خېبرپښتونخوا په ټانک ضلعه او بله د سيند صوبې په کشمور کې معلومه شوې ده.
د پوليو مخنيوي په وېب پاڼه د تازه پېښو نور تفصیل نه دی ورکړل شوی، خو ويل شوي د تازه دوه پېښو سره سږ کال په ملک کې د پوليو د پېښو شمېره 67 ته ورسېده.
پاکستان کې سږ کال د پوليو تر ټولو زياتې پېښې بلوچستان صوبه کې رپورټ شوي دي، بلوچستان کې د پوليو پېښې 27، خېبرپښتونخوا او سيند صوبه کې 17,17، يوه يوه پنجاب او اسلام اباد کې معلومې شوي دي.
په پاکستان کې د 1994م کال راهسې د پوليو مخنيوي پروګرام روان دی.
حکومت او چارواکي دعوه کوي، د دې پروګرام له امله په هيواد کې د پوليو د پېښو کچه 99 سلنه کمه شوې ده.
خو بيا هم، له افغانستان وروسته پاکستان په نړۍ کې يوازينی هغه هيواد دی چې لا هم پکې د پوليو پېښې په دوامداره توګه رپورټ کیږي.
پاکستان کې د پوليو د مخنيوي چارواکي وايي، يو ځل چې د پوليو وايرس ختم شي د تل دپاره ختميږي ځکه د دې وايرسو په ختمولو ټينګار کولی شي.
Forum