لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د کال په پاي کې له خېبر پښتونخوا څخه د پولیو بله پېښه مخې ته راغلې،شمېره یې 68ؤ ته ورسېده


تر دې د مخه د ډيره اسماعیل خان څخه سږکال د پولیو نورې نهه پېښې مخې ته راغلې وې اؤ دا لسمه پېښه ده.
تر دې د مخه د ډيره اسماعیل خان څخه سږکال د پولیو نورې نهه پېښې مخې ته راغلې وې اؤ دا لسمه پېښه ده.

د خېبر پښتونخوا له ډیره اسماعیل خان سیمې څخه د پولیو یوه بله پېښه مخې ته راغلې ده چې دې سره سږکال پاکستان کې د پولیو د رامنځته شوؤ پېښو شمېره 68ؤ ته رسېدلې ده.

د ډان ورځپاڼې له مخې چارواکو د پولیو دا تازه پېښه تصدیق کړې ده .

تر دې د مخه د ډيره اسماعیل خان څخه سږکال د پولیو نورې نهه پېښې مخې ته راغلې وې اؤ دا لسمه پېښه ده.

سږکال پاکستان کې د پولیو تر ټولو زیاتې پېښې د بلوچستان ایالت څخه مخې ته راغلي چې شمېره یې 27 ده .

د خېبر پښتونخوا څخه د پولیو 20، له سیند صوبې څخه 19 اؤ د اسلام آباد او پنجاب څخه یوه،یوه پېښه مخې ته راغلې ده.

تر دې وړاندې د دسمبر په 26مه نېټه د پولیو یوه پېښه د خېبر پښتونخوا د ټانک اؤ بله د سیند د کشمور ضلعې څخه ریکارډ شوې وه.

په 24م دسمبر هم د بلوچستان د قلعه عبدالله څخه د پولیو یوه پېښه مخې ته راغلې وه.

په پاکستان کې د 1994م کال راهسې د پوليو مخنيوي پروګرام روان دی.

حکومت او چارواکي دعوه کوي، د دې پروګرام له امله په هيواد کې د پوليو د پېښو کچه 99 سلنه کمه شوې ده.

خو بيا هم، له افغانستان وروسته پاکستان په نړۍ کې يوازينی هغه هيواد دی چې لا هم پکې د پوليو پېښې په دوامداره توګه رپورټ کیږي.

پاکستان کې د پوليو د مخنيوي چارواکي وايي، يو ځل چې د پوليو وايرس ختم شي د تل دپاره ختميږي ځکه د دې وايرسو په ختمولو ټينګار کولی شي.

Forum

Recommended

XS
SM
MD
LG