افغانستان کې د طالبانو په واکمنۍ کې په 2024م کال کې مهمې پېښې شوي چې پکې 15 مهمو پېښو کې د طالبانو لخوا په ښځو د کړکيو څخه د کتنې تازه بنديز لګېدلی، پاکستان په افغانستان کې هوايي بريدونه کړي او طالبانو یې د انتقام اخستو دعوه هم کړې ده.
15 مهمې پېښې، خبرونه
1. په ښځو د کړکیو څخه د کتنې، لیدنې بندیز: په 28م دسمبر 2024 کې، طالبانو فرمان جاري کړو چې په کورونو کې هغه کړکۍ دې بندې شي چې ښځې ترې لیده شي یا دوی د بهر ننداره کولی شي، لکه حوېلۍ او باورچي خانې یا پخلنځي، چې هدف یې د "فحش اعمالو" مخنیوی وښودل شو.
2. په پکتیکا کې د پاکستان هوايي بریدونه: په دسمبر 24م د پاکستان په هوايي بریدونو کې لږ تر لږه 46 کسان ووژل شول، طالبانو د انتقام غږ وکړو.
3. د سعودي عربستان سفارت بیا پرانیستل: په23م دسمبر، سعودي عربستان خپل سفارت په کابل کې پرانیست. دا سفارت له کال 2021 راهیسې تړلی وو.
4. د طالبانو د وزیر وژنه: په دسمبر 11م ، د کډوالو وزیر خلیل حقاني په کابل کې په ځانمرګي برید کې ووژل شو.
5. د آرزو تلویزیون تړل: د دسمبر په 5مه ، طالبانو آرزو تلویزیون د "فحش" موادو په خپرولو او له بهرنیو رسنیو سره د همکارۍ په وجه وتړلو
6. په رسنیو کې د ژوندیو انځورونو بندیز: په اکتوبر کې، د هلمند ولایت چارواکو د ژوندیو موجوداتو په عکسونو، فلم اخیستو او خپرولو بندیز ولګولو، دا کار یې د طالبانو د اسلامي قانون څخه تعبیر کړو.
7. په عامه ځایونو کې د ښځو په غږونو بندیز: په اګست کې، طالبانو قانون جوړ کړو چې ښځې دې عام محضر کې خبرې نه کوي، د دې دلیل یې دا وو چې د ښځو غږ "عورت" ګڼل کېږي.
8. د جولای په 30مه: طالبانو وویل چې د پخواني لوېدیځ ملاتړ لرونکي حکومت له خوا ټاکل شوي سفارتکارن نور نه مني.
9. د جون 30 مه: طالبانو په قطر کې د ملګرو ملتونو لخوا تنظیم شوې غونډه کې ګډون وکړو. ښځې او د مدني ټولنې استازي له ګډون څخه محرومه کړی شوي وو.
10. د جون په 4 مه: د متحده عرب اماراتو مشر د طالبانو د کورنیو چارو د وزير سراج الدين حقاني سره ولیدل، د حقاني په سر لس میلینه ډالره انعام دی.
11. د جون 4 مه: طالبانو لږ تر لږه 60 کسان، چې تر دولسو ډېرې پکې ښځې وې، د غلا او غېر اخلاقي اړیکو په تور په عام محضر کې په کوړو ووهل.
12. د می 11 مه: د افغانستان په شمال کې د موسمي بارانونو د لاسه ناڅاپي سېلابونو د 300 نه ډېر کسان ووژل.
13. د می 17مه: وسلوالو د بامیان ولایت په مرکزي برخه کې برید وکړو، چې شپږ کسان پکې ووژل شول، درې پکې هسپانوي سیلانیان وو. داعش د برید زمه واري منلې وه.
14. د فررورۍ 22مه: طالبانو د هيواد په جنوب ختیځ کې په یوه لوبغالي کې دوه کسان اعدام کړل، چې زرګونه کسانو ورته کتل.
15. د جنورۍ 4 مه: طالبانو په کابل کې ښځې د "بد حجاب" په تور ونیولې . دا د طالبانو له واکمنۍ وروسته د لباس د کوډ لومړۍ رسمي سرغړونه او نیونه وه.
Forum