پاکستان د 2024م کال د پولیو بله پېښه د سیند صوبې جېکب اباد سیمه کې مالومه شوہ، د تېر کال د پولیو د پېښو ټوله شمېرہ 71 ته ورسېدہ.
پاکستان کې د پولیو مخنیوي د پروګرام ترمخه، د پولیو لیبارټرۍ ویلي، پولیو وھلي ماشوم کې د معذورۍ نخښې په 27م دسمبر معلومې شوې وې.
تازہ پېښې سرہ جېک اباد کې د پولیو د تېر کا پېښې پینځو ته ورسېدې.
پاکستان کې تېر کال د پوليو رپورټ شوو پېښو کې تر ټولو زياتې 27 پېښې په بلوچستان صوبه کې شوې وې.
خېبرپښتونخوا او سيند کې 21,21 او پنجاب او اسلام اباد کې يوه يوه پېښه رپورټ شوې وه.
پاکستان کې د 1994م کال راهسې د پوليو مخنيوي پروګرام روان دی.
حکومت او چارواکي دعوه کوي، د دې پروګرام له امله په هيواد کې د پوليو د پېښو کچه 99 سلنه کمه شوې ده.
خو بيا هم، له افغانستان وروسته پاکستان په نړۍ کې يوازينی هغه هيواد دی چې لا هم پکې د پوليو پېښې په دوامداره توګه رپورټ کیږي.
پاکستان کې د پوليو د مخنيوي چارواکي وايي، يو ځل چې د پوليو وايرس ختم شي د تل دپاره ختميږي ځکه د دې وايرسو په ختمولو ټينګار کولی شي.
د پولیو د مخینوي پروګرام ویلي، د روان کال د پولیو ضد څاڅکو اولنی قومي کمپېن د فرورۍ په لومړۍ اوونۍ کې پیل کولی شي.
ویل شوي تېر دسمبر کې د پولیو کمپېن کې 98 فیصدہ ریکارډ ھدف ترلاسه کړل شوی وو.
Forum