لاس رسیدونکی لینک

 
د هند د سنېما ستوری سېف علي خان د چاکو په ګوزارونو ژوبل کړل شوی
تازه خبر

د هند د سنېما ستوری سېف علي خان د چاکو په ګوزارونو ژوبل کړل شوی


د هند د سنېما د فلمونو ستوری سېف علي ممبۍ کې په خپل کور کې وو، په کور یې غله ورغلي هغه ورسره مزاحمت کړی او د غلو د چاکو په ګوازونو ژوبل شوی، روغتون ته منتقل کړل شوی دی.

د هند خبري ادارې [اې اېن آی] د پوليسو له قوله ویلي، پېښه تېره شپه شوې، څو نامعلومه کسان د سېف علي خان کور ته ورننوتي، په دغه وخت د غلو سره مزاحمت کې هغه ژوبل شوی دی.

ویل شوي، سېف علي خان د ممبۍ ليلاوتي روغتون ته منتقل کړل شوی او د پېښې پلټنې پيل کړل شوي دي.

د باندرا ډي سي د پېښې تاييد کړی او ويلي يې دي، د غلا يا ډاکې پېښه د شپې نزدې په دوه نيمې بجې شوې ده.

د هند ورځپاڼې [انډين اېکسپرېس] ويلي، باندرا کې د سېف علي خان په کور د غلا هڅه شوې، او سېف دا وخت په روغتون کې دی.

د رپورټونو ترمخه، د سېف علي خان عمليات، اپرېشن شوی، درملنه یې روانه ده او روغتيايي حالت یې ښه ښودل شوی دی.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

بلوچستان کې د تشدد زیاتېدل: وجه یې څه ده او خلک څه فکرمندي لري؟
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 0:02:48 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG