لاس رسیدونکی لینک

 
ټرمپ د مصنوعي ذهانت او کرېپټوکرنسۍ په اړه صدارتي احکامات جاري کړل، او اضافه کسانو ته یې معافي وکړه
تازه خبر

ټرمپ د مصنوعي ذهانت او کرېپټوکرنسۍ په اړه صدارتي احکامات جاري کړل، او اضافه کسانو ته یې معافي وکړه


د وایټ هاوس چارواکو خبریالانو ته ویلي چې صدر ډونالډ ټرمپ د زیارت/پنجشنبې په ورځ د مصنوعي ذهانت (اې آی) په اړه یو صدارتي حکم لاسلیک کړ چې عنوان یې، "امریکا په مصنوعي ذهانت کې د دنیا مرکز جوړول" دی.

په حکم کې راغلي چې په یو سل او اتیا (۱۸۰) ورځو کې دننه دننه دې د آرټېفېشل انټېلېجنټس اېکشن دپاره یوه تګلاره جوړه کړی شي چې په بنیاد یې " د انساني خوشحالۍ، اقتصادي مقابلې، او قامي سلامتیا فروغ ورکولو دپاره، د نړۍ په کچه د مصنوعي ذهانت په برخه کې د امریکې بالادستي وساتل شي او وسعت ورکړی شي."

ټرمپ همدا شان د مصنوعي ذهانت په برخه کې خپل سلاکار او د قامي سلامتیا مرستیال ته وویل چې د مخکېني صدر جو بایډن لخوا د لګولو شوو پالیسیو او ضابطو په لېرې کولو دې کار وکړي.

ټرمپ د ګل/دوشنبې په ورځ د ۲۰۲۳ کال یو صدارتي حکم چې بایډن جاري کړی و، منسوخه کړ. د هغه منسوخ شوي حکم مقصد صارفینو، کارکوونکو او قامي سلامتیا ته د مصنوعي ذهانت لخوا د ممکنه خطرو کمول و.

ټرمپ همدا شان یو بل صدارتي حکم لاسلیک کړ چې وایي د کرېپټوکرنسۍ یوه کاري ډله دې جوړه کړی شي او د ډیجیټلي سرمایو او د کرېپټوکرنسۍ د ذخیرې جوړلو لارو چارو لټولو دپاره دې د ضابطو یو نوی چوکاټ وړاندې کړي.

د وي او اې ډیوه واټساپ چينل
د وي او اې ډیوه واټساپ چينل

په دې اقدام کې چې د وړاندې نه یې توقع کېدله، دا حکم هم شوی چې د کرېپټو کمپنیو دپاره دې بنکي خدمات محفوظه وي. همدا شان د مرکزي بنک لخوا د ډیجیټلي کرنسۍ جوړول چې د موجوده کرېپټوکرنسیو سره مقابله وکړي، منعه ګرځول شوي دي.

دا حکم د ټرمپ د هغو وعدو عملي کېدل دي چې د کمپېن په وخت یې ویلي و یو "کرېپټو صدر به وي او د ډیجیټلي سرمایو د رواج کولو هڅه به وکړي."

دا د مخکیني صدر جو بایډن د ضابط سازانو سره سخت فرق لري، ځکه هغوی په دې خاطر چې امریکاییان د دوکه کېدو یا فراډ او د مني لانډرېڼګ یا ناجایزه پېسو د سپینولو نه محفوظه وساتي، د کرېپټو کرنسۍ د کمپنیو خلاف اقدامات یې کول، او د کوین بېس، بېنانس، کراکېن، او لسهاوو نورې اېکسچنج کمپنیو مالکین یې فېډرل عدالتونو ته کش کړل او دعوه یې کوله چې دوی د امریکې قوانین مات کړي دي.

په یو جدا ګام کې، صدر ټرمپ د زیارت/پنجشنبې په ورځ د وایټ هاوس په اوول آفېس یا صدارتي دفتر کې د هغو درویشتو (۲۳) کسانو د معافۍ صدارتي حکمونه لاسلیک کړل چې د اسقاط حمل په ضد مظاهرو کې یې برخه اخېستې وه.

ټرمپ دا کسان یوه ورځ وړاندې تر دې معاف کړل چې ټاکل شوې ده د اسقاط حمل ضد مظاهره کوونکي پایتخت واشنګټن ډي سي کې راغونډ شي او د "ژوند دپاره مارچ" په نوم کلني لاریون کې برخه واخلي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG