د پاکستان او وېسټ انډيز کرکټ لوبډلو ترمنځ د دوو ټېسټ يا پينځه ورځنيو سیالو دويمه لوبه کې وېسټ انډيز پاکستان ته په 120 رنزونو ماتې ورکړه. دا لوبه په درېمه ورځ سر ته ورسېده.
د پاکستان او وېسټ انډيز ترمنځ دوه ټېسټ لوبې د پاکستان د پنجاب صوبې په ملتان ښار کې وشوې.
د تازه دويمې لوبې ټاس، پچه وېسټ انډيز ګټلی او لومړی بېټنګ یې اخستی وو، په لومړي اننګز کې یې په ټولو لوبغاړو اوټ کېدو 163 رنزونه جوړ کړي وو.
په دغه اننګز کې د وېسټ انډيز ګوداکېش موټاي تر ټولو زيات 55 رنزونه جوړ کړي او درې لوبغاړي یې په صفر اوټ شوي وو.
او د پاکستان نعمان علي د وېسټ انډيز شپږ لوبغاړي سوځولي وو.
او پاکستانۍ لوبډلې په خپل لومړي اننګز کې 154 رنزونه جوړ کړي وو، پاکستانو لوبغاړو کې زیات 49 رنزونه محمد رضوان جوړ کړي او دوه لوبغاړي یې په صفر اوټ شوي وو.
د وېسټ انډیز جومل وېريکن څلور پاکستاني لوبغاړي اوټ کړي وو.
وېسټ انډيز بیا په دويم اننګز کې په ټولو لوبغاړو 244 رنزونه جوړ کړي او پاکستان ته یې د ګټې دپاره د 254 رنزونو هدف ورکړی وو.
د پاکستان ساجد خان او نعمان علي په دويم اننګز کې څلور څلور لوبغاړي اوټ کړي وو.
خو د پاکستان لوبغاړي په دويم اننګز کې هم ناکامه ګرځېدلي، پينځه لوبغاړي د لسو نه په کمو رنزونو جوړولو اوټ شوي، يو په صفر تللی او تر ټولو زيات 31 رنزونه پکې بابراعظم جوړ کړي دي.
د وېسټ انډيز جومل وېريکن بيا پينځه پاکستاني لوبغاړي سوځولي دي.
د دواړو لوبغډلو ترمنځ لومړۍ لوبه کې کوربه پاکستان وېسټ انډيز ته په 127 رنزونو ماتې ورکړې وه.
Forum