لاس رسیدونکی لینک

 
پاکستان کې د خبریالانو تنظیمونو لانجمن پیکا قانون کې د وروستیو بدلونونو په ضد احتجاجونه کړي
تازه خبر

پاکستان کې د خبریالانو تنظیمونو لانجمن پیکا قانون کې د وروستیو بدلونونو په ضد احتجاجونه کړي


پاکستان کې د خبریالانو د مرکزي تنظیم پاکستان فیډرل یونین آف جرنلسټس په غږ خبریالانو د لانجمن پیکا ایکټ ترمیمي قانون پر ضد په کراچۍ، لاهور، اسلام‌آباد، کوټه او د هېواد په نورو ښارونو کې احتجاجي مظاهرې کړې دي.

د خبریالانو مشرانو دې قانون کې شوي وروستي بدلونونه رد کړي او دا یې د مطبوعاتو پر ازادۍ برید بللی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د خبریالانو اؤ د بشري حقونو د سازمانونو د سخت غبرګون باوجود تېره ورځ د پاکستان له قامي اسمبلۍ وروسته سینیټ هم دې لانجمن قانون کې د بدلونونو د مسودې منظوري ورکړې ده.

د ډان نیوز د راپور له مخې، د پیکا ایکټ ترمیمي قانون پر ضد د نهې په ورځ د کراچۍ پرېس کلب مخې ته احتجاجي مظاهره شوې چې پکې دخبریالانو، مدني ټولنې، کارګرانو، وکیلانو او سیاسي ګوندونو استازو ګډون کړی ؤ.

مظاهره‌چیانو په لاسونو کې بینرونه او پلې‌کارډونه نیولي وو، چې پرې د دې قانون پر ضد شعارونه لیکل شوي وو.

په لاهور کې هم د خبریالانو ټولنې د دې قانون د منظورېدو پر ضد احتجاج کړی دی.

د پنجاب اسمبلۍ مخې ته د پنجاب یونین آف جرنلسټس او نورو خبریالانو تنظیمونو په تابیا راجوړه احتجاجي مظاهره کې خبریالانو، وکیلانو او د مدني ټولنې غړو په پراخه کچه برخه درلوده .

د مظاهره‌چیانو وینا وه چې په پیکا قانون کې بدلونونه ورته د منلو نه دي ځکه چې دا د ازاد صحافت د مخې نیولو یوه ناوړه هڅه ده.

همدا شان په پلازمینه اسلام اباد کې د نیشنل پرېس کلب اسلام‌آباد مخې ته د پاکستان فیډرل یونین اف جرنلسټس په تابیا یوه احتجاجي مظاهره راجوړه شوې وه.

احتجاج ته پخپله وینا کې د پي ایف یو جی صدر ښاغلي افضل بټ اؤ نورو وینا والو ویلي، په پیکا ایکټ کې د وروستیو بدلونونو له مخې، د سایبر جرمونو قوانین لا سخت شوي، دا د بیان ازادۍ او مطبوعاتو ازادۍ ته زیان رسوي، او حکومت یې د مخالفو غږونو یا مخالفې رایې د مخنیوي لپاره کارولی شي.

خبریالانو غوښتنه وکړه چې دا قانون دې ژر تر ژره بېرته واخیستل شي.

د بلوچستان په سرښار کوټه، فیصل‌آباد، بهاول‌نګر او نورو یو شمیر ښارونو کې هم د خبریالانو ټولنو ددې لانجمن قانون په ضد مظاهرې کړي او د پیکا ترمیمي قانون یې د مطبوعاتو پر ازادۍ برید بللی دی.

د قامي اسمبلۍ څخه په پیکا ایکټ کې د بدلونونو د مسودې منظورېدو وروسته پرون د نهې په ورځ سینیټ نه هم دې قانون کې د بدلونونو مسوده د رایو په اکثریت سره منظور شوې ده.

په سینیټ کې د مخالفو ډلو غړو یاد قانون کې د بدلون په ضد احتجاج کړی اؤ د اعتراض په توګه یې د ایجنډې کاپۍ شلولې دي، همدا شان خبریالانو هم له پرېس ګېلري څخه واک‌اټ کړی دی.

په پیکا ایکټ کې د ترمیم مسوده د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ پر ۲۲مه قامي اسمبلۍ ته وړاندې کړل شوې وه.

په قانون کې له شوؤ ترمیمونو له مخې به په هیواد کې سوشل مېډیا پروټیکشن اینډ ریګولیټري اتھارټي په نوم یوه اداره جوړیږي اؤ هغه کسان چې دروغجن خبرونه خپروي، هغوی ته به د ۳ کالو د بند سزا ورکول کیږي یا به پرې ۲۰ لکه روپۍ جرمانه لګول کېږي.

د دې ادارې مرکزي دفتر به اسلام‌آباد کې وي، او د صوبو مرکزونو کې به هم څانګې لري.

اتھارټي به د سوشل مېډیا فورمونو ثبت د رجسټرېشن او د هغوی د اسنادو ختمولو صلاحیت لري.

د سوشل مېډیا د هغو موادو د لرې کولو امر به هم کولی شي چې ددغه ادارې په خیال د اعتراض وړ یا غیر قانوني وي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG