د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ د اسرايل وزيراعظم بين يامين نېتن ياهو راتلونکې اوونۍ سپينې ماڼۍ ته بللی دی، سپينې ماڼۍ تاييد کړې، د اسرايل وزیراعظم به راتلونکې اوونۍ د سپيې ماڼۍ سفر وکړي، دغه خبره اې پي خبري ادارې کړې ده.
نېتن ياهو به د صدر ټرمپ دويم صدارت کې کوم لومړی بهرنی مشر وي چې د امریکا سفر به وکړي.
د اې پي د خبر ترمخه، د نېتن ياهو د دفتر څخه جاري شوي د سپينې ماڼۍ خط کې ويل شوي، دصدر ټرمپ د اسرايل او ګاونډيانو ترمنځ یې د امن په ځای کولو ترڅنګ، د دواړو هېوادونو د ګډو مخالفينو د مقابلې په اړه بحث کول غواړي.
ويل شوي، د صدر ټرمپ او نېتن ياهو ترمنځ په څلورمه فرورۍ د ليدنې تمه کیږي.
دواړو مشرانو تېر کال هم ليدلي وو، نېتن ياهو د امریکې په سفر کې د صدر ټرمپ کور ته ورغلی وو.
نېتن ياهو په داسې وخت کې د امریکې سفر کوي چې د امریکې، قطر او مصر د مينځګړيتوب په نتيجه کې د اسرايل او فلسطين وسله والې ډلې حماس ترمنځ د 15 مياشتو جګړې وروسته روانه میاشت جنګ بندي شوې ده.
د جنګ بندۍ په تړون کې د حماس سره موجود يرغماليانو خوشي کولو په بدل کې اسرايل هم د خپلو زندانونو څخه فلسطينيان خوشي کړي دي.
د صدر ټرمپ د سوګند يا لوړې کولو نه یوه ورځ وړاندې حماس د اسرايل سره شوي تړون لاندې درې يرغمل ښځې خوشې کړې او اسرايل یې په بدل کې د جېلونو څخه 90 فلسطيني بنديان ازاد کړي وو.
د جنګ بندۍ د تړون لاندې حماس تراوسه پورې په مجموعي توګه اووه يرغمل ښځې خوشي کړي او اسرايل د 300 نه بنديان ازاد کړي دي.
غزه کې د اووم اکتوبر 2023م د حماس په اسرايل د بريد وروسته جګړه پيل شوې وه. امریکې او ځینې يورپي هيوادونو حماس ترهګره ډله ګرځولې ده.
اسرايل وايي، د حماس په حمله کې 1200 کسان وژل شوی او 250 يرغمل کړل شوي وو، د بريد په ځواب کې اسرايل په غزه کې جګړه پیل کړې د حماس د کنټرول لاندې د غزې د صحت وزارت وايي، د 47,000 نه زيات فلسطينيان وژل شوي دي.
د دې خبر معلومات د اې پي خبري ادارې څخه اخستل شوي
Forum