په افغانستان واکمن طالب چارواکي وایي د امریکا د بهرنیو مرستو له تړل کېدو راپدېخوا افغانستان کې نزدې ۳۰ؤ غیر دولتي سازمانونو خپل فعالیتونه ځنډولي دي.
طالب چارواکو غوښتنه کړې چې افغانستان سره کېدونکې بشري مرستې باید سیاسي نه شي.
د اې ایف پي خبري اژانس د رپورټ له مخې د طالبانو د حکومت د اقتصاد د وزارت ویاند عبدالرحمن حبیب ورته ویلي"خیریه موسسې او یا هېوادونه باید بشري مرستې د سیاسي ګټو لپاره استعمال نه کړي"
د ښاغلي حبیب د وینا له مخې، ۳۱ ځایي او بهرنیو این جي اوګانو چې د امریکا د نړیوالې پراختیا ادارې (یوایس ایډ) څخه یې ملاتړ ترلاسه کاوه، په افغانستان کې خپل کارونه ځنډولي دي.
هغه وایي اوس یوازې هغه کارونه دوامداره دي چې لګښتونه یې د نورو مرسته ورکوونکو څخه ترلاسه کیږي.
اې ایف پي خبري اژانس ویلي چې سمدستي د اغیزمنو شویو موسسو کره شمېر نه شي تاییدولی.
خو د روغتیا او نورو بشري برخو کې فعالو موسسو فرانس پرس ته تائید کړې چې ځینې چارې یې تر راتلونکي امر پورې ځنډول شوي دي.
امریکا د افغانستان سره ترټولو زیاتې نغدي مرستې کوي. افغانستان د نړۍ په هغو بې وزلو هېوادونو کې شمېرل کیږي چې د بیړنیو خوراکي مرستو، عامې روغتیا او ډیرو نورو برخو کې په بهرنیو مرستو تکیه لري.
ډونالډ ټرمپ د امریکې د صدر په توګه د جنوري په ۲۰مه له سوګند کولو وروسته د امریکا بهرنۍ مرستې د ۹۰ ورځو لپاره وځنډولې ترڅو ددغو مرستو په اړه له سره غور وشي.
په هرات ولایت کې د یوې غیردولتي موسسې کاروونکې فضا فرانس پرس ته ویلي: "اداري مشر موږ ته وویل چې پروژه د ۹۰ ورځو لپاره ځنډېدلې او له ټولو کارکوونکو څخه یې وغوښتل چې په خپلو کورونو کې پاتې شي."
دغې ۲۷ کلنې مېرمنې ویلي"هغوی موږ له کار څخه نه یو لیرې کړي او ویلي یې دي چې د درېو میاشتو د لنډې وقفې وروسته ښیي پروژې بیرته پیل شي."
فضا زیاته کړه چې هغه اوس د څو میاشتو لپاره بې کاره او بې معاشه پاتې ده.
د خیریه موسسو له نیوکو وروسته، د امریکې د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د سه شنبې په ورځ په ځنډول شویو مرستو کې د استثنا شیانو په لیسټ کې د خوړو ترڅنګ سرپناه او درمل هم اضافه کړل.
په مرستو کې ددې وقفې لامل د هغو پروګرامونو د ملاتړ لمنځه وړل ښودل شوی چې د ټرمپ د ادارې له لومړیتوبونو سره اړخ نه لګوي.
د طالبانو حکومت تراوسه د هیڅ هیواد لخوا په رسمیت ندی پیژندل شوی.
له افغانستان سره ډیرې بهرنۍ مرستې په ۲۰۲۱ کې وروسته له هغه په ټپه ودرېدې چې طالبان بیاواکمن شول او په دغه هېواد کې یې له اسلام څخه د خپل تفسیر له مخې یو لړ محدودیتونه وضع کړل.
له نادولتي موسسو سره د ښځو په کار باندې د بندیز ترڅنګ د طالبانو فرمانونو او نظارت په افغانستان کې د پاتې موسسو کارونه له خنډ سره مخامخ کړي دي.
( د وي او اې اشنا په مننه)
Forum