د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ ويلي، امریکا ته د راغوښتونکو يا برامد کوونکو سټيلو او المونيم په ټولو مصنوعاتو د 25 فيصده پورې ماليې يا ټېکس لګولو رسمي اعلان به د ګل، دوشنبې په ورځ وکړي.
د رویټرز خبري ادارې ترمخه، دا به امریکا ته راغوښتونکې اوسپنه کې تر ټولو زيات ټېکس وي، ويل شوي د دې ماليې اطلاق د امریکا په تجارتي پالیسيانو کې بدلون هم دی.
خبریالانو سره خبرو کې نوموړي ټرمپ دا هم ويلي، چې د نهې يا شورو د ورځې څخه به جوابي ماليه هم جاري شي او هغه به سمدستي په عمل کې راوستلی شي.
خو ټرمپ نه ده په ډاګه کړې چې ماليه به په کومو ملکونو لګوي، خو په راغوښتونکو توکیو به ماليه لګولی شي.
نوموړي دغه اقدام د دغو هيوادونو سره د تجارت په اړه د يو شان رويې سره تړلی دی.
سپينې ماڼۍ ويلي، نوې ماليه به په سټيلو او المونيم هغه وخت د مخکې نه په ځای ټېکس سره لګولی شي.
امریکا کې په وروستيو کلونو کې د سټيل ميل د توان سېوا کولو مطابق چلولو کې د کمي سره مخ دي.
ډانلډ ټرمپ د جمعې په ورځ اعلان کړی وو، جوابي ماليه به لګوي، د کوم سره چې به د امریکا د ټېکسونو شرحه د تجارتي شراکت دارو لګول شوې ټېکس برابر کړل شي.
د ياد اعلان ترمخه، په څو هيوادونو به راتلونکې اوونۍ ټېکس ولګولی شي.
امریکې د چين په توکيو د تېرې اوونۍ راهسې لګولی ټېکس يا ماليه عملي کړې ده، امریکې په ټولو چينايي توکیو لس فيصده ټېکس تېره اوونۍ اعلان کړی وو.
د امريکې صدر ويلي وو، دغه اقدام یې په چين د نشه يې توکيو او درملو کې کارېدونو څيزونو د مخنيوي په لړ کې فشار سېوا کول دي.
له دې وړاندې ټرمپ د مېکسيکو او کېنېډا ضد محصولاتو په ځای کولو کې د 30 ورځو ځنډ اعلان کړی وو.
هغه ويلي، دغه اعلان یې د امریکا د دواړو ګاونډي هيوادونو لخوا د غېر قانونه کډوالو د راتګ، نشه يې توکيو او قاچاق قابو کولو دپاره په پوله د حفاظتي هڅو سېوا کولو د موافقې وروسته کړی وو.
نوموړي روانه میاشت د کېنېډا او مېکسيکو په برامداتو 25 فيصده او چینايي توکيو 10 فيصده ماليه لګولې وه.
د دې خبر معلومات د رويټرز څخه اخستل شوي
Forum