لاس رسیدونکی لینک

 
ټرمپ اوکراین ته د امنیتي ضمانت په اړه د برطانیې د وزیراعظم خواست نظراندازه کړ
تازه خبر

ټرمپ اوکراین ته د امنیتي ضمانت په اړه د برطانیې د وزیراعظم خواست نظراندازه کړ


امریکایي صدر ډانلډ ټرمپ او د برطانیې وزیراعظم کیئر سټارمر
امریکایي صدر ډانلډ ټرمپ او د برطانیې وزیراعظم کیئر سټارمر

د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ د زیارت/پنجشنبې په ورځ وویل چې د اوکراین سره د منرالونو معامله پخپله هغه امنیتي ضمانت دی چې کیېف یې د روس په مقابله کې ضرورت لري. صدر ټرمپ په دې خبرې سره د برطانیې د وزیراعظم کیئر سټارمر یو درخواست نظراندازه کړ چې غوښتل یې امریکا اوکراین سره د پوځي ملاتړ وعده وکړي.

سټارمر چې په وایټ هاوس کې یې د صدر ټرمپ سره ملاقات کولو، وویل چې په اوکراین کې د امن قايم کېدل صرف د ټرمپ په وجه ممکنه کېدلی شي.

وزیراعظم سټارمر په دې لیدنه کې ټرمپ ته د برطانیې د پاچا چارلز یو خط هم ورکړ چې په کې یې صدر ټرمپ ته د برطانیې د یوې ریاستي دورې بلنه ورکړې وه. ټرمپ د خط په اخېستو، دا بلنه ومنله.

مګر د دواړو اتحادیانو ترمنځ اهم اختلافات پر خپل ځای پاته شول، چې په هغو کې د امریکې-روس په مذاکراتو باندې چې د اوکراین د جنګ ختمولو په مقصد شروع شوي او همدا راز د ټرمپ لخوا د تجارتي ټېکسونو د لګولو په اړه د لندن او واشنګټن ترمنځ کشیدګۍ شاملې دي.

د ملاقات نه وړاندې، وزیراعظم سټارمر ویلي و چې د امریکا له خوا د کلکو امنیتي ضمانتونو بغیر، په اوکراین کې اوږدمهاله امن نشي قایم کېدلی. خو صدر ټرمپ دغه دلیلونه له نظره وغورځول.

ټرمپ د زیارت په ورځ خپلو خبرو کې وویل: "مونږ یوه تکیه ګاه یو، ځکه مونږ به هلته اوسو، مونږ به هلته کار کوو [د یو اقتصادي شراکتدارۍ په نتیجه کې]، مونږ به هلته کې زیات شمېر کسان ولرو."

deewa
deewa

کله چي د صدر ټرمپ نه پوښتنه وشوه چې آیا هغه د روس په صدر ولاډیمیر پوټین اعتبار لري او که نه، نو هغه وویل: "اعتبار وکړه او صدق معلوم کړه". دا هغه خبره وه چې د امریکا پخواني صدر رانلډ ریګن د هغه وخت شوروي اتحاد سره د مذاکراتو په باب کړې وه.

ټرمپ وویل، هغه فکر نکوي چې پوټين، کوم چې په ۲۰۱۴ او ۲۰۲۲ کلونو کې یې په اوکراین پوځي بریدونه کړي، د یوې معاملې نه پس بیا داسې څه وکړي. د امریکا صدر زیاته کړه چې د دغسې یو تړون دپاره خبرې په تېزۍ سره مخې ته روانې دي.

ټرمپ وویل: "دا [تړون] به یا ډېر ژر حاصل شي او یا به هېڅ حاصل نشي."

د برطانیي وزیراعظم کیئر سټارمر ټینګار وکړ چې هر قسمه معامله به امن قایم نشي کړی، بلکې په کار ده چې سمه معامله وشي. هغه د یورپي ملکونو دا فکرمندي رابرسېره کړه چې د روس سره په تعدۍ د امن لوظنامه، ممکن په یورپ کې عدم استحکام نور هم زیات کړي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG