لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

میرمن بینظیر بوټو دَ جنرال مشرف سره دَ سیاسي جوړجاړي ورسته پاکستان ته لاړه


دَ پاکستان پخوانۍ صدر اعظمې او دَ پیپلز گوند مشري میرمن بینظیر بوټو دَ اته کاله جلاوطنئ ورسته خپل هیواد ته رورسیده.
په هوایي ډگر دَ پیپلز گوند زرگونو پلویانو دَ نوموړې تاریخي هر کلی وکړو.
دښار مهم سړکونه دبې نظير بوټو دهرکلي دپاره دهیواد دمختلفو برخو څخه کراچۍ ته تلليو کارکنانو څخه ډک وؤ. بیظیر بوټو دَ جنرال مشرف سره دَ جوړ جاړي وروسته، هیواد ته ستنه شوې ده-
مخالف سیاسي ډلې او ناقدین په دغه جوړ جاړي سختې نیوکې کوي. او وایي جوړجاړی دَ دواو شخصیتونو دَ شخصي گټو لپاره شوی دی. دوی وایي دغه کار هرچاته دَ بډو رشوتونو لار خلاصه کړه.
ميرمن بې نظير بوټو نن سحر ددوبۍ دهوايي ډګر څخه دامارات هوايي شرکت په الوتکه اي کى ٦٠٦ کې پاکستان ته روانه شوه چې په پاؤ کم دوه بجې دغه الوتکه دکراچۍ په بين المللي هوايي ډګر کوزه شوه .
دې سره په الوتکه کې دپيپلز ګوند مهم مشران اؤ ملګري مخدوم امين فهيم، ناهيد خان، رحمان ملک، صنم بوټو، ليلى اؤ نور هم ملګري وؤ. ولې دنوموړې لوڼه، زوې اؤ خاوند ورسره کراچۍ ته رانۀ غلل.
کراچۍ ته دبې نظير بوټو درسيدو پر مهال کلک امنيتي تدابير نيول شوي وؤ اؤ دکراچۍ هوايي ډګر په خواؤ شا سيمه کې کوم غير مربوط شخص ته دداخليدو اجازه نۀ وه.
کله چې ميرمن بوټو دالوتکې څخه راکوزه شوه اؤ پخپله خاوره يې اتۀ کاله وروسته لومړى قدم کيښودو نو ددې سترګې له اوښکو ډکې شوې اؤ په ژړا شوه.
په دې محال نوموړې خبريالانو ته وويل چې اتۀ کاله وروسته خپل وطن ته په رارسيدو دا ډيره زياته خوشحالي محسوسوي
.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG