لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

میرمن بوټو وایي برید کونکي پیژني


دَ پاکستان پخوانۍ صدراعظمې بینظير بوټو ويلي دي چې په دې خبره پوهيده چې ددې دوژلو په هڅه کې به په دې بريد کولى شي. خو دَ برید پړه یې په حکومت نه ده اچولې.
میرمن بوټو ویلي چې جنرال مشرف ته یې په یو لیک کې د داسې دریو کسانو نومونه ورکړي وو چې دَ میرمن بوټو په وینا هغې دَ وژلو پلان لري.
په دغه چاؤدنو دتبصرې کولو په وخت میرمن بوټو وويل چې دا بريد کوونکي مسلمانان نۀ دي.
ځکه چې مسلمان کله هم په کومه ښځه يا بې ګناه خلکو بريد نۀ شي کولى.
ميرمن بوټو وويل چې ديو وسله وال ترهه ګر له لوري چاؤدنه په ډيموکراسۍ بريد دى چې مقصد يې پاکستان اؤ داسلام تشخص زيانمن کول دي.
میرمن بوټو ددې خبرې هوډ څرګند کړو چې دا اؤ ددې ګوند به خپل هيواد کې دَ ډيموکراسۍ دبحالۍ دپاره خپلې هڅې جاري ساتي.
ميرمن بوټو هيواد ته دخپل راتګ پرمحال په لارو کوڅو کې دبريښنايي کار دنۀ کيدو په اړه هم دڅيړنوغوښتنه وکړه. دچارواکو ترمخه په دې پيښه کې خواؤشا 133 کسان وژل شوي او 290 خلک ژوبل شوي دي.
پخوانۍ صدراعظمې پيښه کې وژل شوؤ خلکو په مړينه دغمرازۍ څرګندونه وکړه.
اؤ په ځانګړې توګه هاغو پوليسواؤ امنيتي کارمندانو ته يې دعقيدت پيرزوئينې وړاندې کړې کومو چې دې پيښه کې خپل ژوند دلاسه ورکړى دى.
بلخوا دپاکستان جمهوررئيس جنرال پرويز مشرف ددغو چاؤدنو دغندنې په ترڅ کې دا دډيموکراسۍ په ضد يو سازش ګرځولى دى همداراز مختلفو مشرانو دپاکستاني ولس څخه په دې موقع دپرامنه اوسيدو اؤ ددې پيښې دبشپړ څيړنو غوښتنه کړې ده.
دکورنيو چارو دوزارت وياند (جاويد چيمه) نن (جمعه) وويل چې دا چاؤدنې عسکريت خوښوډلو کړيدي.
خو ولې دا محال په دې لړ کې په غوڅ ډول څه نۀ شي وئيل کيدى.
چې کومه ډله دې کې لاس لري. تر دې دمه هيچا هم ددې چاؤدنو مسؤليت نۀ دى قبول کړى. هيواد ته دبې نظير بوټو دستنيدو پرمحال کوټلي امنيتي تدابير نيول شوي وؤ. دکراچۍدپوليسو وينا ده چېل لومړۍ چاؤدنه دخټين بم له امله شوې ده اؤ دوهمه ځان وژونکى بريد ؤ
.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG