لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان د وکیلانو احتجاجي لوئې لاریون سبا اسلام اباد ته رسیږي


دلرې کړل شوؤ قاضيانو پځايې کولو لپاره ستر لاريون کې شامل دوکيلانو، مدني ټولنې اؤ دسياسي ګوندنو دغړو قافلې نن دلاهور څخه اسلام اباد ته روانيږي.
دمسلم ليګ(ن) ګوند مشر ميا نواز شريف به هم يادګار چوک کې دستر لاريون ګډون کوونکيو ته وينا کوي.
همدغه راز دګوجرانوالې، فيصل اباد اؤ ګجرات په ګډون دپنجاب مختلفو ښارونو څخه دوکيلانو قافلې لاهور ته رسيږي.
نن به د ستر لاريون قافله دجي ټي روډ له لارې دګوجرانوالې، ګهکرمنډۍ، وزيراباد، ګجرات، لاله موسي ، کهاريا، جهلم، ګوجرخان اؤ پينډۍ څخه دتيريدو په ترڅ کې اسلام اباد ته رسيږي ،چرته چې به وکيلان دپارليمان ماڼۍ مخې ته احتجاج کوي.
همدغه راز داصف علي زرداري پر وينا دپارليمان ماڼۍ مخې څخه خنډونه لرې کړل شوي دي.
دوکيلانو سره به دمدني ټولنې څخه پرته دمسلم ليګ (ن)، تحريک انصاف اؤ جماعت اسلامي په ګډون دنورو سياسي ګوندونو قافلې هم ملګرې وي.
دلاهور ستره محکمه کې دوکيلانو کنونشن ته دوينا په مهال دپاکستان دسترې محکمې لرې کړل شوي مشر قاضي افتخار محمدچوهدري وويل د قانون اؤ ائين له مخې هم عدليه دحقونو ژغورنه کولى شي.
نوموړي زیاته کړه کۀ چرې عدليه ازاده وي نوجمهوريت به پرمخ لاړ شي. ښاغلی چوهدري وويل د ٣م نومبر څخه وروسته ميډيا تکليفونه وزغمل اؤ هم دميډيا له لارې وکيلانو ١٦ کروړه اولس دخوب څخه بيدار کړو.
نوموړي وويل اوس دهيواد هر وګړى غواړي چې عدليه پځايې شي اؤ کۀ چرې دعدليې بشپړه ازادي يقيني نۀ کړل شوه نو چاته به هم حق اؤ انصاف ترلاسه نۀ شي.
هغۀ وويل دوکيلانو غورځنګ تراوسه امن ناکه دى اؤ چاته هم زيان نۀ دى رسيدلى.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG