لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افتخار چوهدري: دوکيلانو سفر کۀ تريخ دى خو منزل ته به رسيږي


دجنرال پرويز مشرف لخوا دموقتي ائيني امر په ترڅ کې لرې کړل شوي دپاکستان دسترې محکمې پخواني مشر قاضي افتخار محمدچوهدري ويلي دي دوکيلانو غورځنګ مهم پړاؤ ته ننوتلى دى اؤ داساسي قانون دسرلوړۍ په ترڅ کې به دپرمختيا خوب پوره کيږي.
د وکیلانو په احتجاجي لاریون کې د مسلم لیگ ‏(‎ن‏)‎ مشر میا نواز شریف هم د گډون فیصله کړې ده.
نوموړی په لاریون کې د برخې اخستلو لپاره لندن نه لاهور ته رسیدلی دی.
دملتان هائيکورټ بار ته د وينا په مهال افتخار چوهدري وويل دقانون دحکمرانۍ لپاره هلې ځلې کوؤ، دوکيلانو سفر ډير سخت تريخ اؤ اوږد دى خو دمقصدونو په ترلاسه کولو کې به بريالي کيږي.
هغۀ وويل کله چې هغه د مشر قاضي په څوکۍ کښيناستو نو فکر يې کولو چې هيواد کې دعدليې سرلوړي پکار ده اؤ بايد خلکو ته انصاف ورکړل شي.
لرې کړل شوي مشر قاضي وويل دعدليې دپځايې کولو په هلو ځلو کې ورسره اولس ملګرى دى.
له دې وروسته دلرې کړل شوؤ قاضيانو دپځايې کولو راتلونکي پړاؤ کې دوکيلانو ستر لاريون کې شاملې قافلې دملتان څخه لاهور ته روانې شوې.
قافله کې دوکيلانو څخه پرته مدني ټولنه، طالب علمان اؤ دسياسي ګوندونو غړو په لويې شمير کې ګډون وکړو.
بلخوا دپاکستان پخواني صدراعظم اؤ دمسلم ليګ(ن) مشر ميا نواز شرف اولس څخه غوښتنه کړې ده چې دوکيلانو دغورځنګ کاميابولو لپاره دې دهغوي مرسته وکړي.
پخواني صدراعظم وويل دپرويز مشرف دمستعفي کيدو اؤ دقاضيانو دپځايې کيدو پورې به ستر لاريون ختميدو ته پرې نۀ ږدو.
نن دچارشنبې په ورځ پنجاب هاؤس کې مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال نواز شريف وويل څنګه چې په ١٨مه فرورۍ اولس دهغۀ پر وينا خپله رايې وکاروله همدغه راز دې دوکيلانو سترې لاريون کاميابولو لپاره اولس دهغوي مرسته وکړي.
هغه وويل کۀ چرې اصف علي زرداري قاضيان پځايې کړل نو دپيپلز ګوند اؤ مسلم ليګ(ن) ائتلاف به ښۀ لوري ته روان شي اؤ کۀ چرې هغوي پځايې نۀ کړل شول نو خفګان به وي. نواز شريف وويل پر مخالفو څوکيو دکښيناستو لپاره اوس وخت نۀ شي ورکول کيدى. هغۀ زياته کړه دقاضيانو پځايې کول دغه راز لازم او ملزوم دي څنګه چې دژوند کولو لپاره خواړۀ

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:55 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG