لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

فلورېډا کې په ډانلډ ټرمپ د وژونکې حملې هڅه، مشکوک بريدګر پېژندل شوی


د امریکې په پخواني صدر ډانلډ ټرمپ د وژونکې حملې د هڅه کوونکي تن پېژندګلو ښکاره کړل شوې ده. خبري ادارو د چارواکو د نوم نه ښکاره کولو په شرط ويلي، مشکوک بريد کوونکی 58 کلن تن د هوايي رياست اوسېدونکی دی.

اې پي، نيويارک ټايمز او فاکس نيوز د چارواکو له قوله ويلي، مشکوک بريدګر ريان ويسلی راوت نوميږي.

د رپورټونو ترمخه د اتوار، يکشنبې په ورځ فلورېډا کې د وژونکې حملې د هڅو پلټنې د امریکې مرکزي تحقيقاتي اداره [آېف بي آی] کوي.

اېف بي آی ويلي، دا د وژونکې حملې هڅه وه، دا دويمه حمله ده چې اېف بي آی یې پلټنې کوي.

له دې وړاندې د جولايي په مياشت کې په پينسلوينيا کې د يوې جلسې په وخت قاتلانه حمله کې د ټرمپ په غوږ ګولۍ لګېدلې، او په هغه ډز کوونکی تن په ځای وژل شوی وو.

د تازه حملې په اړه ځايي پوليس چارواکو ويلي، يو مشکوک تن چې تښتېدلی، د اې کی -47 [کلاشنکوف] په شان ټوپک یې پرېښودی او تښتېدلی دی، ويل شوي په دغه ټوپک دوربين يا ټيليسکوپ هم لګېدلی وو.

ويل شوي، د دغه ځای څخه يوه ويډيو ريکارډنګ کېمره او دوه بېګونه هم ترلاسه شوي دي.

پوليسو ويلي، دغه مشکوک حمله کوونکی تن یې په يوه سړک د ګاډي څخه نيولی دی، کله چې هغه د تېښتې هڅه کوله.

ډانلډ ټرمپ د امریکې صدارتي امېدوار دی.

د نوموړي د انتخابي کمپاين چارواکو ويلي، ټرمپ محفوظ دی.

ویل شوي، صدر جوبايډن او مرستياله صدره کاملا هېرس ته په دغه اړه احوال وړاندې کړل شوی، او هغوی د پخواني صدر په اړه د اطمينان څرګندونه کړې ده.

صدر بايډن ويلي، څو ځله یې ويلي چې زمونږ په ملک کې د سياسي تشدد دپاره هیڅ ځای نشته.

نوموړي په يو بيان کې ويلي، خپل ټیم ته یې امر کړی چې سيکرټ سروس دې د پخواني صدر ساتنې يقيني کولو دپاره ټول وسايل، توان او حفاظتي اقدامات وکاروي.

ټرمپ هم د قاتلانه حملې د هڅې وروسته په يو بيان کې د امنيتي ادارو مننه کړې ده.

نوموړي خپلو پلويانو ته په ايمېل کې ويلي، زما نه چاپېره ډزې شوي، خو له دې وړاندې اوازې بې قابو شي، زه تاسو ته ويل غواړم چې زه محفوظ او روغ يم.

امريکا کې د نومبر په لومړۍ اونۍ کې انتخابات ټاکل شوي، ويل شوي ډانلډ ټرمپ د خپلو انتخابي هلوځلو شيډول کې کوم بدلون نه دی کړی.

د دې خبر ځينې معلومات د اې پي او رويټرز نه اخستل شوي

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG