د خېبر پښتونخوا په ناکراره قبایلي ضلعه بر جنوبي وزیرستان کې نامعلومه وسله والو د امنیتي ځواکونو په یوه پوسته د سپکو او درنو وسلو برید کړی چې پکې د ایف سي ځواک د دریوؤ افسرانو په ګډون لږ تر لږه 16 عسکر وژل شوي اؤ اته نور ژوبل شوي دي.
تحریک طالبان پاکستان ددې برید ذمه واري پغاړه اخستې ده اؤ دعوه یې کړې ده چې په برید کې لږ تر لږه 35 عسکر وژل شوي اؤ 15 نور ژوبل شوي.
د طالبانو دعوه ازادو سرچینو نه ده تایید کړې اؤ نه هم لا په سمدستي توګه د پاکستان پوځ ددې برید په اړه څه ویلي دي.
د سیمې نه امنیتي سرچینو وي او اې ډیوه ته ویلي په برید کې ژوبل شوي د ملیشه ځواک عسکر په فوري توګه د شمالي وزیرستان په رزمک سیمه کې پوځي روغتون ته رسول شوي دي،د روغتون سرچینو د ځېنو ژوبلو عسکرو حالت د اندېښنې وړ بللی دی .
د خالي یا شنبې په ورځ د جنوبي وزیرستان پولیس سرچینو ډیوه ته ویلي چې برید د شپې پرمهال مکین سیمه کې د لیټا سر په نوم د امنیتي عسکرو په چيک پوسټ شوی او څو ساعته د ډزو تبادله روانه وه.
د مکین تاڼې چارواکو ډيوه ته ویلي ټوله سیمه د امنیتي ځواکونو لخوا په ګېره کې اخستل شوې اؤ په علاقه کې سخت امنیتي تدابیر نیول شوي.
پولیس وایي د ډزو په تبادله کې یو ځایی تن هم وژل شوی خو د امنیتي عسکرو د مرګ ژوبلې په اړه یې کره مالومات نه دي ترلاسه کړي.
امنیتي سرچینو وي او اې ډیوه ته ویلي، د شپې په تیاره کې برید کوونکو ناساپه پر چيک پوسټ برید وکړو چې له امله یې امنیتي عسکرو ته لویه مرګ ژوبله واوښته.
د امنیتي سرچینو په وینا په برید کې د ملیشه ځواک شپاړس عسکر وژل شوي چې تړاو یې د پښتونخوا له بیلا بیلو سیمو سره دی.
په وژل شوو کې د ایف سي ځواک درې د حوالدار رینک افسران هم شامل دي او اته نور عسکر ژوبل شوي چې د شمالي وزیرستان رزمک سیمه کې پوځي روغتون ته وړل شوي دي.
د روغتون سرچینو د ژوبلو حالت عسکرو حالت مرګونی بللی او وايي هغوي د هیلي کاپټر د لارې بنو کې پوځي روغتون ته انتقال کړی شوي دي.
امنیتي سرچینوپخلی وکړو چې په وژل شوو کې یو سویلین مزدور خواري کښ هم شامل دی چې د سي سي ټي وي کیمرو لګولو ماهر و او د برید په مهال دې په پوسته کې د ترمل لویې کیمرې نصب کولو لپاره موجود ؤ.
امنیتي سرچینو ویلي ، د برید وروسته سیمه په ګېره کې اخستل شوې او د برید کوونکو د لټون عملیات روان دي.
د سیمې نه ځايي خلک وايي ټوله شپه د سپکو او درنو وسلو ډزې روانې وې، او په سیمه کې د هیلي کاپټرو پروازونه هم لیدل کیږي .
دوی وايي د تګ راتګ لارې تړل شوې او په سړکونو یوازې د امنیتي عسکرو ګزمې روانې دي چې خلک سخت په ویره کې دي.
د جنوبي وزیرستان سرویکۍ تحصیل منتخب چئیرمین شاه فیصل غازي وایي، دا هغه سیمه ده چې په ۲۰۰۹ کال کې پکې د "راه نجات" په نوم پراخه پوځي عملیات شوي وو، او خلکو ته ویل شوي وو چې له سیمې وځي.
نوموړي وویل چې تر عملیاتو وروسته اوس په سیمه کې حالات بیا کړکېچن شوي دي او هره ورځ پکې د وسله والو اؤ امنیتي ځواکونو د ډزو تبادله کیږي.
تېره اونۍ پوځ مکین اؤ شوال سیمې له پریښودولو وروسته پولیس ویلي چې ددې سیمې کنټرول دوی پخپل لاس کې اخستی او خپله پوسته یې پکې جوړه کړې ده.
دې پرېکړې پر ټولنیزو رسنیو سختې اندېښنې راوپارولې، په ځانګړي ډول کله چې په ځینو ویډیوګانو کې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) وسله وال د پوځ لخوا پریښودل شوؤ په دې مرکزونو کې ولیدل شول.
په ۲۰۰۹ کال کې د پاکستان پوځ په جنوبي وزیرستان کې د راه نجات په نوم پوځي عملیات کړي وؤ چې موخه یې سیمه له ترهګرو پاکول وو.
په دې عملیاتو کې سلګونه زره خلک بې ځای شوي وؤ.
په ۲۰۱۷ کال کې حکومت اعلان وکړ چې سیمه له هر ډول ناامنۍ پاکه شوې ده او بې ځایه شوي خلک خپلو کلیو ته ستانه کړل شول.
خو تازه برید او په سیمه کې د تاوتریخوالي زیاتوالي د پوځ او حکومت لخوا د امن د ټینګښت په دعوو پوښتنې راولاړې کړې دي.
تر عملیاتو وروسته له سیمې نه په پرله پسې ډول د ترهګرۍ د پېښو اطلاعات مخې ته راځي چې د ځایي خلکو او چارواکو دواړو لپاره یې اندېښنې راولاړې کړې دي.
په دې وروستیو کې د پاکستان د حکومت لخوا پوځ ته د "عزم استحکام "په نوم د نوؤ د عملیاتو منظوري ورکړل شوې ده اؤ ددې عملیاتو لپاره حکومت 20 اربه روپۍ هم جاري کړي دي خو په ځايي کچه د دې عملیاتو سخت مخالفت روان دی.
څېړونکي وايي چې په تېرو 20 کلونو کې په سیمه کې پرله پسې عملیات ترسره شوي، خو د ترهګرۍ ختمېدو پرځای په دې کې نور زیاتوالی هم راغلی دی.
Forum