د امریکې د صدر جو بایډن انتظامیې د جمعې په ورځ وویل، د شام د صدر بشارالاسد د حکومت د ختموونکې یاغي ډلې د مشر احمد الشرع عرف ابو محمد الجولاني د نیولو لپاره د 10 میلین ډالرو انعام د ختمولو پرېکړه یې کړې ده.
دا اعلان د هیئت تحریر الشام یا ایچ ټي ایس ډلې د مشر احمد الشرع او د منځني ختیځ لپاره د امریکې د سینېر سفارتکارې باربرا لیف تر منځ په دمشق کې له غونډې وروسته شوی دی. د بشارالاسد له لرې کېدو وروسته د امریکا لومړی سفارتي پلاوی شام ته تللی دی.
د امریکا سفارتکارې د جمعې په ورځ احمد الشرع ته وویل، واشنګټن د هغه د نیولو لپاره انعام ختموي، چې وایي یوه وجه یې د ترهګرۍ خلاف د مبارزې لپاره د هغه ژمنې دي او بل د هغه د مثبتو پیغامونو هرکلی کول دي.
مېرمن باربرا لیف په دمشق کې له احمد الشرع سره تر لیدو وروسته خبریالانو ته وویل چې د دوی د خبرو په بنیاد باندې دې هغه ته وویل چې امریکا به یې نور د نیولو پر سر انعام نه ورکوي.
د هیئت تحریر الشام مشر څو کاله خلکو ته د ځان بدلولو او په یوه نوې بڼه ښکاره کولو باندې تېر کړي، له القاعدې سره یې اړیکې پرې کړې او ځان یې د هراړخیز فکر لرونکي او زغم د اتل په توګه ور پېژندلی دی.
امریکا د ابو محمد الجولاني په مشرۍ هیئت تحریر الشام د بهرني ترهګر تنظیم په نوم پېژندلی او سفارتکارې لیف دا نه دي ویلي چې آیا دا ډله به د ترهګرو له نوملړه هم وایستل شي که نه.
خو هغې خبریالانو ته وویل، الشراع ژمنه کړې ده چې له ترهګرۍ لاس واخلي او وایي په نتیجه کې به یې امریکا نور د هغه د نیولو پر سر چاته انعام نه ورکوي. هغې وویل:
"موږ د دې خبرې د مهمې اړتیا په اړه بحث وکړ چې دا ډاډ تر لاسه شي چې ترهګرې ډلې نور نه شي کولای په شام کې دننه یا بهر د امریکې او زموږ د شریکانو په ګډون په سیمه کې چاته خطر پېښ کړي."
باربرا لیف په شام کې د نوې واکمنې باغي ډلې له مشر سره تر لیدو وروسته اردن ته سفر کړی او له هغه ځایه یې په ټيلیفوني خبري غونډه کې وویل، "زموږ د بحث په بنیاد، ما هغه ته وویل موږ به د انصاف لپاره د انعام ورکولو پیروي ونه کړو."
لیف او نورو امریکایي چارواکو ویلي د اقلیتونو او د ښځو د حقونو د ساتنې په اړه د احمد حسین الشرع د عوامي بیانونو هرکلی کوي، خو دوی شکمن دي چې هغه به په اوږده موده کې دوی پر دې عمل وکړي که نه.
مېرمن لیف خبریالانو ته وویل، "هغه په عملي توګه مخې ته راغی. دا لومړۍ لیدنه ښه وه. موږ به په خبرو نه بلکې [د هغه] په عمل به فیصله کوو".
شام د بېلابېلو نسلي او مذهبي ټولنو کور دی خو اکثر د اسد د حکومت او د تېرو کلونو جګړو له کبله د یو بل خلاف درېدلي، ځکه نو په دوی کې ډېر اوس دا اندېښنه لري چې کېدای شي توندوره سنیان پر شام واکمن شي.
شام ته د امریکې د پلاوي د سفر مقصد په دې هېواد کې د یوه ټولشموله حکومت د جوړولو او د بشارالاسد د حکومت په وخت هلته د ورک شوي امریکايي خبریال آسټین ټایس د ځای په اړه د معلوماتو ترلاسه کول وو.
له باربرا لیف سره په سفر کې د شام لپاره د امریکې پخوانی ځانګړی استازی ډینیل روبینسټین او د یرغمل شویو په اړه د خبرو اترو لپاره د بایډن انتظامیې لوی استازي راجر کارسټنس د شام د لنډمهاله حکومت له مشرانو او د مدني ټولنې غړو سره په غونډو کې ګډون وکړ.
د سفارتکارې لیف پلاوی د امریکایي سفارتکارانو لومړنۍ ډله وه چې په یوه لسیزه کې یې په رسمي توګه شام ته سفر وکړ. امریکا په دمشق کې خپل سفارت په 2012م کې بند کړی وو.
یادونه:- د رپوټ زیات مواد له اې پي خبري ایجنسۍ اخیستل شوي دي.
Forum