ايټمي وسلې لرونکی پاکستان، د لرې پورې ګوزار کولو يا ويشتو د داسې ميزايل جوړولو وړتيا ترلاسه کوي چې د سويلي اسيا څخه بهر په امریکا کې دننه به هم اهداف په نخښه کولی شي.
دغه خبره د امریکې د ملي امنيت مرستيال سلاکار جان فاينر د زیارت په ورځ کړې ده.
هغه ويلي، د اسلام اباد د دغې رویې څخه په دغې اړه په حقيقي معنو کې پوښتنې راولاړې شوي چې د دې بېلسټک ميزايل پروګرام هدف څه دی.
جان فاينر دغه خبره په داسې وخت کې کړې چې يوه ورځ وړاندې امریکې د پاکستان د بېلسټک ميزايل سره اړونده يوې رياستي ادارې په ګډون په څو ادارو نوي بنديزونه لګولي دي.
فاينر په واشنګټن کې د [کارنيګي انډاومنټ فار پيس انسټيټيوټ] کې يوې دستورې ته په وينا کې ويلي، "په ښکاره وايم چې زمونږ دپاره د پاکستان د هلوځلو مشاهده د دې نه سېوا مشکله ده چې هغه د امریکا دپاره راپورته کېدونکې خطره ده".
هغه ويلي، "پاکستان انتهايي نوې ميزايل ټکنالوجي ترلاسه کړې د کوم لاندې چې هغه د لرې پورې ويشتونکي ميزايل نظام څخه الات جوړولی شي او دې سره به هغه د راکټ موټرو د تجربې وړ شي".
هغه ويلي، که دا رجحان روان پاتې شو نو پاکستان به وړتيا ترلاسه کړي چې د جنوبي اسيا څخه پوره لرې، په امریکا کې دننې پورې اهداف په نخښه کولی شي.
د امریکې د بهرنیو چارو وزارت ویاند مېتیو میلر د دسمبر په 18مه په یوه بیان کې وویل، دا بندیزونه د پاکستان د نېشنل ډویلپمنټ کمپلیکس په نوم دفاعي ادارې او درو نورو کمپنیو باندې د هغه ایګزیکټیو حکم له مخې لګول شوي چې "په لویه کچه د ویجاړوونکو وسلو خپروونکي او د دوی د لېږلو وسیلې په نخښه کوي".
د امریکې د بهرنیو چارو وزارت په خپل بیان کې ویلي، په اسلام آباد کې مرکز لرونکې ادارې این ډي سي د هیواد د اوږده واټن ویشتونکي بېلیسټیک میزایلو د پروګرام او د میزایلو د ازموینې د وسیلو لپاره د سامان آلاتو ترلاسه کولو هڅه کړې ده.
د وزارت ویاند مېتیو میلر ويلي، "این ډي سي د پاکستان د بېلسټیک میزایلو د پروګرام د د پراختیا ذمه واره ده" چې په هغه کې د شاهين سره تړلي میزایل هم شامل دي.
له یادې دفاعي ادارې این ډي سي پرته چې کومې پاکستانۍ کمپنۍ له بندیزونو سره مخ شوې دي په هغوی کې «افیلیېټس انټرنیشنل کمپنۍ»، «اختر او سنز پرایوېټ کمپنۍ» او «راک سایډ کمپنۍ» شاملې دي چې ټولې په کراچۍ کې کار کوي.
پاکستان دې پرېکړه ته سمدستي جواب ویلی، پر خپله دفاعي اداره این ډي سي او درو نورو "تجارتي ادارو" باندې د امریکې بندیزونه یې د افسوس وړ او متعصبانه" بللي دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د امریکا د دغو بندیزونو مخالفت کړی او د دسمبر پر 18مه د شپې ناوخته یې په یو بیان کې ویلي، د هېواد سټرېټیجیک صلاحیتونه یې د خپلې خودمختارۍ د دفاع او په جنوبي اېشیا کې د امن او ارامۍ د پر ځای کولو لپاره دي.
د دې خبر ځينې معلومات د رويټرز څخه اخستل شوي
Forum