لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پيوټن ویلي، د اوکراين د جګړې په سر ټرمپ سره جوړ جاړي ته تیار دی


د روس صدر ولادیمیر پيوټن ويلي، د اوکراین د جګړې ختمولو دپاره د امریکا منتخب صدر ډانلډ ټرمپ سره خبرو او جوړ جاړي ته تيار دی، او د اوکراين سره د خبرو دپاره هم کوم شرط نه لري.
پيوټن خبريالانو سره خبرو کې ویلي، "مونږ تل ويلي چې مونږ خبرو او جوړ جاړي ته تیار يو".

نوموړي دغه خبره خبريالانو سره خبرو کې وروسته له هغې کړې، چې ويلي یې وو د روس ځواکونو په اوکراين کې خپلو اهدافو ترلاسه کول ته نزدې دی.

هغه ويلي، د ټرمپ سره ليدو ته تیار دی.

پيوټن زیاته کړې، "زر به هغه اوکراينيان وتښتي څوک چې جګړه کوي، او څوک به پاتې نه شي چې جګړه غواړي، مونږ تيار يُو، خو دویم فريق ته هم ضرورت دی چې خبرو او جوړ جاړي ته تیار شي".

تېره میاشت په مطبوعاتي رپورټونو کې ویل شوي وو، پيوټن د ټرمپ سره د جنګ بندۍ په تړون کولو خبرو ته تيار دی، خو هغه دغه خبره یې رد کړې وه چې کېيف به په نېټو کې شامليږي.

بل لور ته د اوکراين صدر ولاديمير زيلنسکي د زيارت، پنجشنبې په ورځ په برسلز کې د يورپي هيوادنو د مشرانو غونډې ته په وینا کې ويلي، د جګړې وروسته اوکراين د تحفظ ضمانتونه غواړي، او د ټرمپ په دور کې د امریکې د ملاتړ بغېر مرستې ناکافي دي.

ډانلډ ټرمپ د خپل صدارتي کمپاین په مهال وخت په وخت ویلي، که صدر وټاکل شو، په یوه ورځ کې به د اوکراین جګړه ختمه کړي.

د روس د صدر دا تازه بيان په داسې وخت کې مخې ته راغلی چې په روس کې يو لوړ رتبه پوځي افسر په چاودنه کې وژل شوی او د زیارت په ورځ هم اوکراين ویلي، روس په شمال ختيځ اوکراين کې په خارکيف ښار کې میزایل بريد کړی، درې تنه یې وژلي او درې نور یې ژوبل کړي دي.

د خبر ځينې معلومات د اې اېف پي او رویټرز څخه اخستل شوي

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG