لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د علي وزیر د ازادۍ دپاره په زرګونو کسانو په وانه کې احتجاجي لاریون وکړو


په دې تصویر کې د پي ټي اېم مشر منظور پښتین، علي وزیر او د پي ټي اېم فعال نورالله ترین لیدل کېږي
په دې تصویر کې د پي ټي اېم مشر منظور پښتین، علي وزیر او د پي ټي اېم فعال نورالله ترین لیدل کېږي

د خېبر پښتونخواه د کوز جنوبی وزیرستان ضلعې په مرکزي ښار وانه کې د جمعې په ورځ زرګونو خلکو د پخواني پارلماني غړي (ایم این ای) علي وزیر د خوشې کېدو لپاره احتجاجي غونډه وکړه.

په جلسه کې قبایلي او سیاسي مشرانو، دیني علمانو او د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) ګڼ شمېر کارکوونکو ګډون وکړو.

ګډونوالو جلسې ته په وینا کې وویل چې علي وزیر پرته له کوم جرم له تېرو څلورو میاشتو راهیسې په زندان بندیوان کې دی او د هغه خوشې کېدل یې د خپلو حقوقو لپاره اړین وبلل.

مظاهره کوونکو ګواښ وکړو چې که علي وزیر زر خوشې نه شي، نو د دوی احتجاج به تر مرکزي ښار اسلام اباد پورې وغځېږي.

د اسلام اباد پولیسو د علي وزير خلاف درې مقدمې درج کړې وې چې د ترهګرۍ تر څنګ د نشيي موادو د ګرځولو او له یو پولیس څخه په زوره د ټوپک اخیستلو او د یو بل پولیس عسکر د کمیس شلولو مقدمې پکې شاملې وې.

په جلسه کې قبایلي او سیاسي مشرانو، دیني علمانو او د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) ګڼ شمېر کارکوونکو ګډون وکړو
په جلسه کې قبایلي او سیاسي مشرانو، دیني علمانو او د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) ګڼ شمېر کارکوونکو ګډون وکړو

د اګست په میاشت کې عدالت د وسلې او نشيي توکو په دوو مقدمو کې علي وزیر ته ضمانت ورکړی وو او د ستمبر پر څلورمه بيا د اسلام اباد هایکورټ د ترهګرۍ په مقدمه کې هم د علي وزیر ضمانت منظور کړو.

هغه وخت تمه کېده چې علي وزير به خوشی شي خو د راولپينډۍ ډپټي کميشنر حسن وقار چيمه د ستمبر پر پینځمه د عمومي امن د ګډوډۍ د قانون د درېیمې مادې (درې اېم پي او) له مخې پر وزير مقدمه درج کړه او د هغه د زنداني کېدو امر يې وکړو.

تر هغه وروسته د پنجاب د ګجرات او بکر ضلعو پوليسو هم د عمومی امن د ګډوډولو په تور علي وزير بندي کړی وو. له بکره تر خوشي کېدو سمدستي وروسته علي وزير د نومبر پر 16مه د بلوچستان د حب سيمې پوليسو ونيولو.

په وانه کې احتجاج کوونکو د ښار په بېلا بېلو لارو د تېرېدو په مهال د علي وزیر د خوشې کېدو غوښتنه کوله او د هغه پر ضد د ټولو مقدماتو ختمولو لپاره شعارونه یې پورته ورکول. مظاهره‌چیانو د علي وزیر په ملاتړ لیکل شوي بینرونه او پوسټرونه هم اوچت کړي وو.

جلسې ته په وینا کې، د جنوبي وزیرستان یو مخکښ سیاسي مشر او د صوبایي اسمبلۍ پخواني کاندید، عالمګیر وزیر وویل علي وزیر یوازې د پښتنو استازی نه دی، بلکې د ټولې مظلومې طبقې لپاره د حق آواز دی. هغه تل د هر فورم څخه د خلکو د حقوقو غوښتنه کړې ده. او په دې جرم نیول شوی.

عالمګیر وزیر وویل علي وزیر د مظلومو خلکو غږ خاموشه کولو په اساس په زندان کې بند ساتل کیږي.

د وي او ای ډیوه وېټس اېپ اېپليکېشن
د وي او ای ډیوه وېټس اېپ اېپليکېشن

عالمګیر وزیر چې د علي وزیر وراره دی زیاته یې کړه د دوی کورنۍ د پاکستان د آزادۍ څخه نیولې تر اوسني وخت پورې د ترهګرۍ په ضد جګړه کې بې مثاله قربانۍ ورکړي دي او د کورنۍ اتلس کسان وژل شوي خو د خپل دریځ نه یو قدم نه په شاه کیږي.

د پي ټي اېم مخکښ مشر، حنیف پښتین، وویل:“علي وزیر یوازې د خپل حقیقت ویلو له امله په نخښه شوی دی. پر هغه لګول شوي ټولې مقدمې سیاسي او بې بنیاده دي. هغه په هر فورم د انصاف غوښتنه کړې، خو د هغه خاموشه کولو لپاره بېلابېلې دسیسې جوړېږي.”

د جمعیت علمای اسلام (ف) ضلعي مشر مولانا عبدالله وویل علي وزیر پرته له کوم دلیل څخه په زندان کې ساتل کېږي. ”حکومت دې پوه شي چې د دوی حوصله د دې ډول ظلمونو پر وړاندې لوړه ده، او د دوی دا کړنې نورې د زغملو وړ نه دي.”

جلسه د دې غوښتنې په تکرار پای ته ورسېده چې د علي وزیر پر ضد ټول تورونه دې ختم شي او هغه دې نور په زندان کې بند پاتې نه شي.

د پي ټي اېم مشران وايي چې د قانون درې ايم پي او ماده په غیر قانوني توګه د هغوی د غورځنګ د مخکښانو او غړيو پر ضد کارول کېږي.

علي وزیر تر دې وړاندې هم د پاکستان په بېلا بېلو سيمو کې څو ځله په مياشتو او کلونو زنداني شوی او بیا خوشې کړل شوی دی.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG