لاس رسیدونکی لینک

 
صحافتي تنظیمونو د خبریال اسد طور په سمدستي توګه د خوشې کولو غوښتنه کړې ده
تازه خبر

صحافتي تنظیمونو د خبریال اسد طور په سمدستي توګه د خوشې کولو غوښتنه کړې ده


اسد طور په پوځ اؤ عدلیې له سختو نیوکو وروسته اوړمه ورځ د ایف آي ای د انټرنیټی جرمونو څانګې د پایه تخت اسلام اباد څخه نیولی ؤ.
اسد طور په پوځ اؤ عدلیې له سختو نیوکو وروسته اوړمه ورځ د ایف آي ای د انټرنیټی جرمونو څانګې د پایه تخت اسلام اباد څخه نیولی ؤ.

د صحافیانو د حقونو په مبارزه بوختو ملکي اؤ نړیوالو تنظیمونو اؤ قانون پوهانو د پاکستاني چارواکو څخه غوښتنه کړې ده چې پاکستان کې نیول شوی ازاد خبریال اسد علي طور باید پرته له کوم شرطه په سمدستي توګه خوشې کړي.

اسد طور په پوځ اؤ عدلیې له سختو نیوکو وروسته اوړمه ورځ د ایف آي ای د انټرنیټی جرمونو څانګې د پایه تخت اسلام اباد څخه نیولی ؤ.

اسد طور پرون په اسلام اباد کې د جوډيشل مجسټرېټ محمد شبير عدالت ته وړاندې کړل شوی ؤ او عدالت هغه د پينځو ورځو په ‏بدني ريمانډ اېف آی اې ته حواله کړی دی.‏

د "کمیټی ټو پروټیکټ جرنلسټس" پروګرام ډایریکټرې کارلوس مارټنیز ډي لا سرنا ویلي،هغوي په ظاهره د اسلام اباد هایکورټ د حکم په سرغړونې کولو د پاکستاني صحافي اسد طور په نیول کیدو حیرانه دي.

هغې ویلي "پاکستاني چارواکي باید هغه په سمدستي توګه پرته له کوم شرطه خوشې کړي اؤ دا خبره دې باوري کړي چې صحافیان باید د عدلیې په ګډون د نورو ادارو په اړوند د رپورټنګ له امله د انتقامي کارروایو سره مخ نه شي"

د اسد طور وکېلې ایمان زینب مزاري وایس اف امریکه اردو سروس ته ویلي چې د اسد طور پر ضد درج ایف آي ار اؤ انکوایري له یو بلا بیخي سره جلا دي.

د هغې په خبره "د خوند خبره خو دا ده چې له کوم توره مونږ خبر وؤ چې د هغې لنډه یادونه په نوټسونو کې هم شوې وه،هغه د سپریم کورټ د ججانو خلاف په مبېنه ډول په بد نیتۍ ولاړ مهم ؤ اؤ د قیاسونو له مخې د پلټنو مقصد هم همدغه ؤ،خو اوس زړه راښکونکې خبره دا ده چې په هغه کوم ایف آي ار درج شوی دی هغې کې د پریونشن اف الیکټرانک کرایم ایکټ د نهې،لسمې اؤ ۱۴دفعې ذکر شوی اؤ د ایف آي ار په ټولو موادو کې چرته هم د سپریم کورټ د کوم جج ذکر نشته چې د هغې انکوایري روانه وه ،ایف آي ار اؤ انکوایري بیخي له یو بله جلا دي"

ایمان مزاري وایي ایف آي ای دوه نوټسونه جاري کړي وؤ،یو په ۲۳مه فرورۍ د وړاندې کېدو لپاره ؤ اؤ بل په ۲۶مه فرورۍ د وړاندې کېدو لپاره ؤ.

نوموړې وایي په ۲۳مه فرورۍ چارواکو اسد طور د ایف آي ای د سایبر کرایم ونګ په هیډ کوارټر کې قانوني نمایندګۍ ته له لاس رسي پرته پخپله ولکه کې واخستو اؤ پوښتنې یې ترې وکړې .

ایمان مزاري وایي د اسد طور نه یوازې دا پوښتنه شوې ده چې هغه که دا صحافت ګڼي نو د چیف جسټس اؤ د سپریم کورټ د ججانو په اړه ولې د سپکاوي ډکې څرګندونې کوي .

هغه وایي چې د اسد علي طور نه بیا بیا د هغه د سرچینو معلومولو په اړه هم پوښتنه شوې ده.

اغلې مزاري وایي په ۲۶مه فرورۍ چې کله هغه په ولکه کې اخستل کېدو نو دا هم ورسره د ایف آی ای دفتر ته تللې وه "هغوي مونږ د اسد سره دننه تګ ته پرې نه ښودواؤ خپلې داخلي دروازې ته یې قلف ولګولو،بلپونه یې بند کړل،بیا د شپې نهه بجې د هغه له لوري لیکل شوی لیک اؤ د هغه د ګاډي‌چابیانې راکړل شوې اؤ راته وویل شول چې هغه ګرفتار کړی شو"

د هیومن رایټس کمشن اف پاکستان یوه مشره منیزی جهانګیر د وایس اف امریکا په فیس بکو لایو کې ویلي "که تاسو د اسد طور د ګرفتارۍ په اړه ایف آي ار ولولئ نو په هغې کې چې دوي کومې پلټنې کړې دي هغه دا دي چې هغه د جسټس قاضي فایز عیسا په یوه فیصله نیوکې کړي خو هغوي په اسد د سول بیورو کریسۍ پرضد د کار کولو تورونه لګولي دي اؤ دا چې هغه په ولس کې د اړي ګړي پیدا کولو هڅه کړې ده"

ایف اي ای یا سرکاري چارواکو له په سمدستي توګه د اسد طور په ګرفتارۍ څه تبصره نه ده کړې .

پاکستان پریس فاونډیشن هم خپل یو بیان کې په سمدستي توګه د اسد علي طور د خوشې کولو غوښتنه کړې ده.

یادې ادارې ویلي چې پرله پسې د هغه راغوښتل، په ساعتونو، ساعتونو نظربندي اؤ ګرفتاري د رایې څرګندولو د اییني حق څخه سرغړونه ده.

په صحافي اسد طور له دې وړاندې کال ۲۰۲۱ مې کې دریوؤ نامعلومو کسانو اسلام اباد کې د هغه د فلیټ دننه تشدد کړی ؤ .

په هغه مهال اسد طور تور لګولی ؤ چې کوم درې کسان ورله په وهلو پسې ورغلي وؤ هغې کې یو تن ځان د آي ایس آي د غړي په توګه معرفي کړی ؤ.

(د وي او ای اردو په مننه)

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG